افغانستان سرسکالو سوله سیاست

افغان ولسمشر د جنیوا مهم کنفرانس لومړۍ ورځ کې څه وویل؟ له نړیوالو د هغه غوښتنې

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په موخه د جینوا کنفرانس نن پيل شو.

په دې کنفرانس کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو ترڅنګ ګډونوالو هیوادونو هم ویناوې او خبرې وکړې.

ولسمشر ددې ناستې ترڅنګ یوه بله ناسته کې وویل چې چې له افغانستان سره دې منځ مهال او اوږدمهاله مرستو لپاره یوه کړنلاره جوړه شي.

هغه ګاونډیانو او نړیوالو ته په خطاب کې وویل: افغان امنیتي‌ ځواکونه نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالو متحدینو امنیت هم ساتي.‌

هغه څه نورې خبرې هم لرلې چې دلته ترې یادونه کوو:

«د نړيوالې حکومتولۍ د هوکړې تر وخته، احتمال شته چې د سیمې هېوادونو ته لېوالتيا غښتلې شې. په زيربناوو باندې د پانګونې د کچې په پرمختګ او د آسیايي هېوادونو د پانګونې په شاملولو سره، د دې احتمال شته چې آسيا په راتلونکو لسيزو کې پر زيربناوو باندې د پانګونې په برخه کې د يو نړيوال لوبېدونکي په توګه واوړي.

ښایي له کرونا وبا وروسته په زیربنا ګانو پانګونه د آسیایي هېوادونو د تشویقي پروګرام یوه بنسټیزه برخه وي.

په مختلفو برخو لکه، برېښنا، سرک جوړونې، مخابراتو، د رېل پټلۍ، بندرونو او نړيوالو هوايي ډګرونو باندې پنځوس سلنه پانګونه له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۵ کاله پورې د اوه لسو آسیايي هېوادونو له لوري ترسره شوې. دغه پانګونې په کال ۲۰۰۷ کې له ۱.۸ تريليونه ډالرو څخه په کال ۲۰۱۵ کې ۲.۳ تريليونه ډالرو ته وده کړې، چې ۲.۹ سلنه کلنۍ وده ښيي.

پنځوس سلنه پانګونه له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۵ کلونو پورې د ۱۷ آسياي هېوادونو له لوري ترسره شوې ده.

په سیمه کې شته اړیکو او زیربناوو جوړښتونو ته په کتو،‌ کولی شو ثابته کړو چې پیوستون څومره حقیقت موندلی دی.‌ دغه راز په هغو سیمو تمرکز چې د پرېکون نقطې بلل کېږي،‌ د موانعو او فرصتونو پېژندنې ته لار پرانیزي.

آسيا په علمي عرصو کې د بې شمېره فعاليتونو او کارونو په علت سره په يوې مفکوره يي سيمې باندې مشهوره ده. له عملکردي سيمې څخه د آسيا ظهور د يوې اقتصادي لوېې وچې په توګه، د دې لوېې وچې پر حياتي زيربناوو د ډېرو پانګونو پايله ده چې له لومړي، دويم، درېيم او څلورم انقلاب سره نېغه اړيکه لري.

آسيا له يوې مفکوره يي سيمې څخه د عمل په سيمې باندې د بدلېدو په درشل کې ده.»

باد وویل شي چې نن ددې ناستې لومړۍ ورځ وه چې افغان چارواکو خپل راپورونه او معلومات یې شریک کړل. ترڅنګ نړیوالو هم پر بیلابیلو برخو خبرې وکړې. وبه لیدل شي چې ددې کنفرانس په پای کې به افغان دولت سره څه ډول ژمنې وشي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ