د ځينو له خوا ولې نجونې ځورول کېږي او له کومو ستونزو سره مخ کوي؟

 

د بشري حقونو یوې نړیوالې ډلې له افغان حکومته غوښتي چې د نجونو او ښځو د ځورولو او ازار ستونزه حل کړي.

د بشري حقونو د څار ټولنې یوې څېړونکې په لارو کوڅو او دولتي ادارو کې د ښځو د ځورولو ستونزې ته د افغان ولسمشر اشرف غني پاملرنه پرځای بللې ده.

د بشري حقونو د څار ډلې چې مرکز یې په نیویارک کې دی په یوه بیان کې د دې ټولنې د څېړونکې هیدربار له قوله لیکلي چې وايي :” د ولسمشر غني له خوا دې مسئلې ته د یوه ټکان ورکوونکي حقیقت په توګه کتل پرځای دي“.
دنجونو او ښځو په وړاندې يوه شته ستونزه هم د نجونو ځورول دي. ډېرې نجونې چې کله له کوره بهر وځي؛ د یو شمېر ځوانانو له خوا ځورول کېږي.

د ښار په سرکونو، کوڅو، د مکتبونو پوهنتونونو د دروازو مخ ته ډېری ځوانان لیدل کېږي چې نجونو ته لفظي او فزیکي مزاحمت کوي، شپیلکي ورپسې وهي، رنګارنګ خبرې ورته کوي، نجونې شکایت کوي نجونې وايې د دا ډول ځوانانو له خوا دوی نشي کولای چې په ډاډه زړه له کوره ووځي.
د دغه ډول ځورونو له امله نجونې نشي کولی په ډاډه زړه مکتب پوهنتون يا دفترونو ته ولاړې شي او دا ځورول کله کله د نجونو د تعلیم او دندې د پریښودلو لامل هم کېږي.
ځیني خلک په دې اند دي؛ چې نجونې په ښار او بازارکې مناسبې جامې نه اغوندي نو ځکه د یو شمېرخلکو له خوا ځورول کېږي، خو ډېری نجونې بیا وایي چې حجاب هم کوي يوازې دوه ستر ګې يې ښکاري خو بیا هم ورته مزاحمت کېږي.

ارواهپوه تيمورشاه حقپنا بیا وایي :

“دا مسئله ډېره جدي ده مخنیوي ته یې بايد ډېر کار وشي، چې ټولنه مو له دغه ډول ناورين څخه پاکه وي”.

نوموړی زياتوي، د دغه ډول ځورونو لوی لامل جنسي/ اقتصادي فقر او بې علمي ده.
دا هغه ډول ځوانان دي چې غوښتنې يې نه دي پوره شوي، بېکاره دي، له تعليم لرې پاتې شوي او کار او روزګار نه لري؛ نو ځکه په دا ډول کارونو لاس پورې کوي.
حکومت سره بايد دينې عالمان دغه ستونزه جدي ونيسي د مسجدونو مدارسو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
فرهنګ د پوهې یو جز دی باید له فرهنګي لارو چارو د ځوانانو د پوهې لپاره کار واخیستل شي.

د اسلام له نظره هر انسان په سالم فکر سره پیدا کېږي خو ځینې عناصر یې بې لارې کوي لکه: والدین، ټولنه او غلط ملګري یا روزونکي.
والدین باید تعلیم یافته یا لږ تر لږه د ټولنیز ژوند په اصولو پوه وي چې د بچي روزنه په سم ډول وکړي او ټولنه د اخلاقي فساد له ترویج څخه وساتي.

اړینه ده چې یو بل ته متقابل احترام ولرو، د نارینه او ښځینه په نوم یو بل ونه ځوروو، خپل لیدلوري ته باید مثبت بدلون ورکړو او انسانانو ته د جنسیت له زاویې ونه ګورو، کورنیو ته هم لازمه ده چې له خپلو اولادونو سره د ټولنیزو اخلاقو او ارزښتنو په باره کې همیشه خبرې وکړي او هغوی وپوهوي چې په لارو کوڅو کې نور ونه ځوروي.

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ