ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

که دا څو نښې مو ولیدې، نو ژر ګازي بخارۍ بند کړئ

لیکنه: شپنه سلګۍ

په یخ موسم کې هر څوک هڅه کوي چې ځان ګرم وساتي، ترڅو له ناروغیو خوندي اوسي.

ډیری خلک په دغه یخه هوا کې د خونو ګرمولو لپاره له بیلابیلو شیانو څخه استفاده کوي، چې یو یې هم ګازي بخارۍ دي.

ګازي بخارۍ که څه هم یوه داسې اله ده، چې کوټه ژر او ښه ګرموي، خو دغه بخاریاني کله ناکله انسان د مرګ تر خولې پورې رسوي.

کله چې په یوه اطاق کې ګازي بخارۍ چالان وي او د اطاق دروازې او اشدارې کلکې بندې وي، نو د ګازو په سوځیدلو سره په کوټه کې نوی غاز د «کاربن مونو اکساید» په نوم تولیدیږي. دغه غاز لومړی د کوټې په کونجونو کې ځان خوندي کوي او وروسته بیا په ټوله کوټه کې خوریږي.

کله چې غاز په کوټه کې خواره شول او انسان تنفس کړل دغه غاز د انسان د سرو کرویاتو سره یو ځای کیږي او لومړی په دغه کس باندی سرګرځوي او استفراق باندی شروع کوي. که چیري بیا هم خونه همداسې بنده او ګاز چالان وي نو ان انسان بیهوشه کیږي او وروسته د مرګ سبب یې ګرځي.

نو کله مو چې په خونه کې ګازډبه لګولې وه او پوه شوۍ چې پورتنۍ نښې نښانې په تاسې یا بل کس کې ولیدل شوې، نو ژر ګاز ډبه بنده کړئ او د خونې څخه یې د باندې وباسئ !
همدا شان دخونې اشدارې او دروازې پرانیزئ ترڅو اطاق ته اکسیجن داخل شي.

کوښښ وکړئ چې د شپې له اړخه ګاز چالان پاتې نشي او ګاز ډبه او منکل د کوټې دباندې وباسئ او یا په خونه کې اشداره پرانیستي پریږدئ، ترڅو دګاز نیولو او د هغې د خطراتو څخه خوندي اوسئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ