کرېس ګېل او انډری رسل د ویسټ انډیز سکواډ کې شامل شول 

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې د افریقا، پاکستان او استرالیا پر وړاندې لوبو ته لوبډلې اعلان کړې، چې په دې لوبډلو کې د انډری رسل او کرېس ګېل نوم نه و.

ویسټ انډیز به په خپل کوربتوب له له درې واړو لوبډلو سره ۱۵ شل اوریزې لوبې وکړي.

سونېل نرېن او ځېنې نور لوبغاړي په سکواډ کې نشته، خو رسل یې بېرته په لوبډله کې وراچولی دی.

د شل اوریزو لوبو لپاره ویسټ انډیز اتلس کسیز نوملړ اعلان کړی دی.

هغه په ۲۰۲۰ مارچ کې د ویسټ انډیز لپاره لوبې کړې وې او د سریلانکا پر وړاندې لوبېدلی و.

د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ ویاند ویلي، چې سونېل نرېن لا هم د نړیوال کرکټ لپاره چمتو نه دی او که چېرته هغه ته اړتیا شوه، بیا به یې په اړه غور وشي.

د غوراوي کمېټې مشر هارپر ویلي دا لوبډله چې په کور دننه له درې لوبډلو سره زیاتې شل اوریزې لوبې کوي، نو ښې لوبې به یې دوی ته اطمینان ورکړي، چې راتلونکي نړیوال جام لپاره ښه چمتو شي.

ویسټ انډیز له افریقا سره د جون په ۲۶ مه د لوبو لړۍ پیلوي او دا لړۍ د جولای په ۳ مه پایته رسېږي او دا لوبې په ګرېنېډا کې ترسره کېږي.

پنځه شل اوریزې لوبې له اسټرالیا سره په سېنټ لوشیا کې کېږي او پنځه شل اوریزې لوبې له پاکستان سره په باربادوس او ګویانا سیمو کې ترسره کوي.

د ویسټ انډیز لوبډله

کېرن پولارډ لوبډلمشر، نیکولاس پوران مرستیال لوبډلمشر، فابیئن الېن، ډوېن براوو، شېلډن کاټرېل، فېدل اېډوارډز، انډری فلېچر، کرېس ګېل، شېمرن هېټمېئر، جېسن هولډر، اکیل حسین، ایوین لیویس، اوبېد مک کای، انډری رسل، لېنډل سېمونس، اوشېن تماس او هایډن والش.

ویسټ انډیز د دې لوبډلې په جوړولو سره ډېر غور کړی دی او د توپ وهنې په لحاظ لوبډله خورا غوره ټاکلې ده.

خو د چټکې توپ اچونې برخه کې ښایي اوشېن تماس او کاټرېل ښه ونه ځلېږي.

خو که د ټارګېټ خبره شي، نو د ویسټ انډیز لوبډله به وکولای شي، چې د کرېس ګېل، لیویس، رسل، هېټمېئر، پوران، فلېچر او پولارډ په شتون کې ښه توپوهنه وکړي.




وروستي مطالب