مارچ 3, 2021

زبردسته توپوهنه؛ ګېل په ۲۲ توپونو ۸۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د متحده عربي اماراتو لس اوریزه کرکټ لیګ په ۲۰مه لوبه کې نن ابوظبۍ او مراتا عربینز کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شوې.
په یاده لوبه کې ابوظبۍ لوبډلې په نهو ویکټو مراتا عربینز ته ماته ورکړه.
لومړی توپوهنه مراتا عربینز وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۷ منډې وکړې او ابوظبۍ ته یې د ۹۸ منډو هدف وټاکی.
کله چې ابوظبۍ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۵،۳ اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ.

د ابوظبۍ لپاره د کریس ګېل زبردسته توپوهنه

د نورو لوبو خلاف کریس ګېل د خپلې لوبډلې ابوظبۍ لپاره نن په زړه پورې توپوهنه وکړه، چې په ۲۲ توپونو یې ۸۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
ګېل په ننۍ توپوهنه کې په ۳۸۱.۸۲ سټرایک رېټ سره نهه شپږیزې او شپږ بیا څلوریزې ووهلې.
هغه په ۱۲ توپونو نیمه سلیزه بشپړه کړه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي