مارچ 3, 2021

چینايي اداکارې د ښایست په نیت د پوزې تر نرۍ کولو وروسته په ډارونکې څیره بدله شوې

ژباړه: مهر تاج

د سرجرۍ نه وروسته، د “ګاو لیاو” د پوزې نسج یا عصبي اړیکي مړي شوي او د پوزې سر یې تور شوی.
اداکارې `ګاو لیاو ً وروسته له هغې خپل انځورونه شریک کړل چې د هغې د پوستکي کاسمیټیک یعني د ښکلا جراحي خرابه شوه. ګاولیاو وايي دا کار ځکه کوم؛ ترڅو نور خلک د ورته جراحۍ له خطرونو باخبره کړم.
“ګاو لیاو” په ډېرو فلمونو او تلویزیون ډرامو کې کار کړی دی، چې د ځلانده ستورې په توګه پیژندل شوې ده.
خو پدې وروستیو میاشتو کې ، د دې شهرت مخ پر کمیدو وؤ.
ګاو د څو میاشتو اوږد غیابت نه وروسته، یو چینایي ټولنیز رسنيز پلیټ فارم (SINA WEIBO) کې پوسټ کړی، چې د کاسمیټیک (ښکلا) جراحۍ پروسه یې خرابه شوې ده چې له دا امله یې پوزه بدرنګه شوي ده. نو ځکه په ډرامو او فلمونو کې نه لیدل کېږي.

ګاو خپل انځورونه د خپلو پنځو ملیونو فالورزو سره شریک کړل، چې د دې دا عمل د دې سبب شو چې خلک او حکومت د ښکلا سرجرۍ موضوع باندې بحث پیل کړي.
کاسمیتیک یا د ښکلا جراحي په چین کې د ځوان نسل تر منځ خورا مشهوره ده.
ګاو وویل؛ چې د اکتوبر په میاشت کې، د هغې یوې ملګرې، هغه یو پلاستيکي جراح ته معرفي کړله، جراح هغې ته مشوره ورکړه چې خپله پوزه لږه نرۍ کړي، او وه یې ویل، چې دا به د هغې شهرت نور هم لوړ کړي.
هغې لیکلي دي:

“دې عملیاتو څلور ساعته وخت ونیولو. او ما فکر کاوه چې زه به پدې څلورو ساعتونو کې ډېره ښکلې شم. خو ما هېڅکله فکر نه کاوه، چې دا څلور ساعته به زما لپاره د یو ویرونکي خوب پیل وي.

هغه وايي، چې د پوزې له عملیاتو وروسته، د هغې پوزې په خارښت پیل وکړو او هغه په بیا او بیا ځلې د زخم پرانيستلو (سرجري کولو) ته مجبوریدله.
که څه هم، هغې ته ویل شوي وؤ، چې هغه به د دسمبر یا جنوري په میاشت کې د کامل صحت سره یو ځل بیا پر اسټیژ حاضره شي.
ګاو لیکي:

“د جراحۍ نه وروسته، زما د پوزې څوکې پوستکی په توریدو شو، دا ماته نه منونکي وه. ما حتا د ځان وژنې په اړه فکر کاوه. “

ګاو دوه میاشتې په روغتون کې بستر وه، چې له ۶۱،۰۰۰ امریکایې ډالرو څخه ډیرې پیسې یې هم مصرف شوې.
ګاو خپلو مینه والو ته لیکلي دي چې؛ د هغې پوزې ته زیان رسیدو وروسته، هغه نه شي کولی لږ تر لږه یو کال لپاره نوي جراحي ترسره کړي، ترڅو خپله پوزه بیرته عادي شکل ته راولي.
یعني “ګاو لیاو” به د پوزې بیا رغونې جراحي لپاره، یو کال انتظار کوي.
د ورځپاڼې په حواله، وروسته له هغې چې ګاو خپل انځورونه خپاره کړل، اړونده محکمې ته د نوموړي کلینیک په اړه څو شکایتونه رسیدلي دي، چېرته چې ګاو خپل عملیات ترسره کړی ؤ او اوس یې په اړه څېړنه پیل شوې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې ډیری خلکو غوښتنه کړې ده، چې د هغه چا پر وړاندې اقدام وشي چې د ګاو پوزه یې عملیات کړې ده. ډیری نورو په چین کې د کاسمیتیک جراحۍ په هکله د سختو مقرراتو غوښتنه هم کړي ده.
د ښکلا جراحي په چین کې خورا مشهوره ده، چې د ۲۰۰۴ کال نه راپه دیخوا هرکال د ښکلا سیالي د هغو خلکو د پاره جوړېږي چې خپلې پوزې یې جراحي کړي یا بدلې کړي وي.
د ښکلا جراحي په تیره بیا د ځوانو چینايي وګړو ترمنځ ډېر مشهور کار دی او دا مشهورتیا د دې سبب شوې ده، چې ډیر خلک د کاسمیټک یا ښکلا کلینیکونو ته مخه کړي. د خلکو ډیرې غوښتنې د دې لامل شوي دي، چې ډیر ډاکټران دغه کار ته لاس واچوي، او په پایله کې، داسي خلک چې تصدیق شوي هم نه دي، دغه پروسې ته دننه شې او عملیاتونه ترسره کوي.
بلاخره په پایله کې یې کله نو کیسه برعکس شي یعني د شفتالو نه الو جوړ شي (ژباړنه)

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي