د ګډژوند تر ډېرو غوره ملګری داسې وي؛ پر دې ځانګړنو یې پوه شئ

ژباړه: عطامحمد میاخېل

آیا د ژوند مناسب شریک لرئ؟ له تاسو سره ډول چلند کوي؟ له چلند څخه یې راضي یاست او که نه؟ که د ژوند د غوره شریک په ځانګړتیاوو باندې نه پوهېږئ، نو لاندې لیکنه په ښه غوره او دقت سره ولولئ.

۱ ـــ تېرې تېروتنې مو هېروي

د ژوند یو ښه شریک، ستاسو تېر نالیدلی نیسي او هغه تېروتنې، چې ستاسو اړیکې ته هېڅ ګټه نه لري، ترې یادونه نه کوي.

۲ ـــ پرتله نه کوي

د ژوند یو مناسب شریک د انسانانو توپیرونه درک کوي او پر دې پوهېږي، چې هر څوک خپل کمزوري ټکي لري، له دې امله تاسو له نورو کسانو سره نه پرتله کوي.

۳ ـــ په دوه اړخیزه اړیکه باندې باور لري

هغه باید پوه شي چې یوه سالمه اړیکه د دواړو لورو په هڅې پورې تړلې ده او باید د هغو ترمنځ توازن ټینګ و اوسي. یو اړخیزې اړیکې په پای کې د ستونزو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

۴ ـــ یوازیتوب ته ته درنښت کوي

هر فرد یوازیتوب ته اړتیا لري، ستاسو د ژوند شریک باید د خصوصي حریم په مانا باندې پوه شي، هغه کسان چې دا قانون نه مراعاتوي، له یوې مودې وروسته، له یوبل څخه ستړي کېږي او په اړیکه کې د خپګان احساس کوي. بیا هم وایم، په هرڅه کې توازن مهم دی، حتا له یو بل سره په اوسېدلو کې.

۵ ـــ له تاسو سره خبرې کول یې په لومړیتوب کې دي

د ژوند یو ښه شریک له تاسو سره اړیکې او خبرو کولو ته لومړیتوب ورکوي. له یو بل سره، له خبرو اترو کولو پرته کوچنۍ ستونزې په سترو او نه حل کېدونکو ستونزو باندې بدلېږي، تاسو باید د خپل ژوند له شریک سره په خبرو اترو کې آزاد واوسئ او ډاډه اوسئ چې خبرې مو اورېدل کېږي. خبرې اترې د یوې اړیکې د دوام لپاره حیاتي دي.

۶ ـــ ساده دی

د ژوند یو ښه شریک، اړیکه په یوې پېچلې لوبې باندې نه بدلوي، هغه له هرې ستونزې سره په ساده ګۍ چلند کوي او د توندو غبرګونونو او شاته تګ پرځای، له تاسو سره خبرو اترو ته کېني.

۷ ـــ د خوب رګ مو پېژني

هغه مو د مینې پر ژبه پوهېږي او په دې باندې هم پوهېږي، چې څه وخت ستاسو ترڅنګ حضور ولري، له تاسو سره په خبرو اترو کې له کومو اصطلاحګانو څخه ګټه واخلي او یا ستاسو لپاره څه ډول ډالۍ واخلي، چې خوشاله شئ، په بل عبارت باید ستاسو د خوب رګ وپېژني.

۸ ـــ شوخ طبعیته دی

شوخ طبیعتی یې له ځانګړتیاوو څخه ده، لکه څنګه چې پوهېږئ، هغه ته ټوکه ووایئ او په ګډه سره وخاندئ.

۹ ـــ منطقي دی

داسې یو فرد وټاکئ، چې له تاسو نه منطقي تمې ولري، ټول انسانان کله وخت تېروتنه کوي او دا یوه طبیعي چاره ده، هغه نباید ستاسو لپاره داسې معیارونه وټاکي، چې په خپله ورته پابند نه دی.

۱۰ ـــ خپل ځان یې پېژندلی دی

کله وخت موږ له نورو څخه ځینې تمې لرو او کله چې هغوی یې پوره نه شي کړای، نو ناهیلي کېږو. موږ باید دومره په خپل ځان کې اړین مهارتونه پیاوړي کړو، چې هېچا ته اړ ونه اوسو. عاطفي اړیکه باید د ځان پېژندنې د پیاوړتیا لپاره یوه لاره وي.

۱۱ ـــ خوشبین دی

د ژوند شریک مو له تاسو او اړیکې څخه خوشبینانه تمې لري او له ځان څخه منفي افکار لرې کوي او په ښې او اوږدمهالې اړیکې باندې باور لري.

۱۲ ـــ مسوولیت منونکی دی

هغه نباید یوازې تاسو د خپلو ټولو خوښیو سرچینه وګڼي. هرڅوک د خپل ژوند د خوښیو مسوول دی. تاسو کولای شئ د دې خوښۍ تر ټولو ستره برخه و اوسئ، نه ټوله.

۱۳ ـــ خپل احساسات کنټرولوي

د ژوند یو ښه شریک تاسو ته درنښت کوي، تل مو نه کنټرولوي او نه هم درباندې نیوکې کوي او د نورو په وړاندې ستاسو د شرمنده‌ګۍ سبب نه کېږي.

۱۴ ـــ خپل وخت له تاسو سره وېشي

همغږي ستاسو لپاره د مناسب فرد یوه بله ځانګړتیا ده، هغه د ګډ کار له ارزښت څخه خبر دی او پر دې ښه پوهېږي، چې له یوه لاسه ټک نه خېژي.

۱۵ ـــ خپلواک دی

هغه د باور وړ او مسوول دی او هر کله چې اړتیا ولرئ، نو ترڅنګ مو دی.

۱۶ ـــ له تاسو څخه ملاتړ کوي

هغه تاسو هڅوي، چې غوره و اوسئ، له بریا څخه مو نه وېرېږي او تل ستاسو ښېګڼه غواړي.

۱۷ ـــ معتقد دی

مذهبي عقایدو ته د خاوند پابند اوسېدل د کورنۍ د ټینګښت یو له مهمو ارکانو څخه ګڼل کېږي او د دې ښکارندویي کوي، چې هغه به د خپل ژوند  دندو ته هم ژمن وي.

۱۸ ـــ کولای شي «بښنه غواړم» ووایي

هغه فرد، چې خپل ځان یې پېژندلی وي او د خپل ځان په اړه معلومات ولري، کله چې تېروتنه یې کړې وي، نو د «بښنه غواړم» له ویلو څخه نه وېرېږي.

۱۹ ـــ ستاسو تر ټولو غوره دوست دی

د ژوند یو ښه شریک باید یو ښه دوست هم وي. کله چې یوه اړیکه له ستونزې سره مخ کېږي، د دواړو اړخونو دوستي او صمیمیت دی، چې ژغوري یې.

۲۰ ـــ رښتینی او د باور وړ دی

هغه هېڅکله تاسو ته دروغ نه وایي، تل رښتیا درته وایي او په تاسو باندې هم په بشپړه توګه باور لري، چې دروغ نه ورته وایئ.

۲۱ ـــ تل د اړیکې د ښې کېدو لپاره هڅې کوي

د ژوند یو ښه شریک په دې باندې پوهېږي، چې اړیکه پام او هڅې ته اړتیا لري، له دې امله ډېره زیاته هڅه کوي، ترڅو اړیکه په ښه توګه پرمخ لاړه شي.
په پای کې باید ووایم، چې موږ ټول انسانان یو او طبیعي ده، چې نه شو کولای د ژوند د یوه شریک په توګه تل له ځانه ښې کړنې ښکاره کړو، هرومرو په ګډ ژوند کې کله وخت خوا بدی او لانجه رامنځته کېږي. خو یو ښه خاوند ډېری هغه ځانګړنې، چې پورته ورته اشاره شوې ده، لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب

ښځه او د پښتنو کورنی نظام

by زمزمه غزل ، کابل in ژوند بڼه

پښتنه ټولنه کې یو دروند بوج د نجلۍ ودول دي، او دا خو یې بېخي پېچلې مسئله ده، چې یوه جینۍ څنګه کور او څرنګه خاوند ته ودېږي. هسې خو په پښتنو کې کې یو ... نور ولولئ