د ګردیز بالاحصار د ړنګیدو په حال کې دی

راپور: مصطفی سالک
د پکتیا په مرکز ګردیز کې په لوړه غونډۍ پروت هسک بالا حصار له خپل تاریخي برمه په لویدو دی، له بهره ښه ښکاري خو دننه ویجاړ شوی دی.
صلاح الدین سلیس چې نوی، نوی د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور د رییس په توګه ټاکل شوی وايي دوه ځله یې بالا حصار کتلی، د نوموړي په وینا د بالاحصار حالت داسې دی که هر فرهنګي یې وګوري له زړه به یې ورته وینې څاڅي.
ښاغلي سلیس یاران ته وویل:

«بالا حصار په قطعي ډول د ړنګیدو په حال کې دی، برجونه یې ړنګ شوي دي، دیوالو ته یې زیان اوښتی دننه خونې یې ړنګې شوې دي چتونه نه لري در او دروازې یې نشته او لامل یې دادی چې په تیرو لسیزو کې هیڅ کوم نظام او حکومت د ګردیز د بالاحصار بیا رغونې ته پام نه دی کړی.»

ده زیاته کړه؛ د پکتیا خلک چې د نوې دندې مبارکۍ ته ورځي د ټولو لومړۍ غوښته همدا وې چې د بالا حصار غم باید وخوړل شي.

دی وايي یاران ته وړاندې وايي چې د بالا حصار بیا رغونه د نوموړي کاري لومړیتوب دی او په دې برخه کې د پکتیا والي هم د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړه:

«د ړنګ شوي بالاحصار مستند عکسونه مې اخستي په نزدې راتلونکي کې د اطلاعاتو او کلتور له وزیر سره ناسته لرم، دا عکسونه به ورته وښیم او دا به ورته مستنده کړم چې بالا حصار د له منځه تللو په حال کې دی او خامخا باید ورغول شي.»

د ګردیز بالاحصار شاوخوا ۹ سوه کلونه مخکې د کوشانیانو په وخت کې جوړ شوی چې هم یوه پوځي کلا وه او هم یو عبادتځی.
دا بالاحصار د یوې غونډۍ دپاسه موقیعت لري چې ۳۵۰ متره اوږدوالی ۴۰ متره لوړوالی او ۲۲۰ متره پلنوالی لري.
د ګردیز بالا حصار په اسلامي دوره کې هم د واکمنو سنګر و دا سیمه د هند دروازه بلل کیده غزنویانو او احمدشاه دراني هم چې هند ته تلل دا کلا یې دمه ځای و.
که د ګردیز بالاحصار بیا ورغول شي نو هم به د لسګونو پیړیو یو تاریخي اثر خوندي شي او هم به د سیلانیانو د پام وړ وګرځي.
 
 
 
 

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د طالبانو لخوا د زور حکومت په رسمیت نه پېژنو

by عاقله اسد in افغانستان

اروپايي ټولنه وايي دوی په افغانستان کې د زور له لارې رامنځ ته کېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په تازه مرکه کې ویلي دوی ... نور ولولئ