ګنګولي وایي، کورنی کرکټ نشته، خو لوبغاړو ته تنخواوې ورکوي

د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سورف ګنګولي ویلي، چې په جون او جولای میاشتو کې کورنی یا ډومېسټېک او د جونیئر یا د کشرانو کرکټ نه شته.

له دې یې مطلب په هېواد دننه کال او سر ټېسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې دي.

دوی د رنجو ټرافي، سید مشتاق علي او نورې ډول، ډول کورنۍ لوبې لري، چې د کال په اوږدو کې روانې وي.

د دې سربېره دوی د ښوونځیو او یا هم په ولایتي او ایالتي کچه لوبې لري.

ګنګولي ویلي چې سږکال د کرونا ویروس د دویمې څپې له امله دغه لوبې نه ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې ټولو لوبغاړو، لوبڅارانو او د کرکټ لوبو منظموونکو ته به میاشتینی معاش حواله وي.

ګنګولي وایي:

« هیله ده چې د اکټوبر په میاشت کې کرکټ ته بېرته زمینه برابره شي، په روان وخت کې کرونا هم لوبې ګواښلي او هم یې ژوند له خطر سره مخ کړی دی، په جون او جولای میاشت کې کورنی کرکټ ځنډوو، خو ټولو دخیلو کسانو ته به خپلې پېسې پر وخت ورکول کېږي».

د هند کرکټ بورډ وایي په ۲۰۲۰ او ۲۱ کې د رنجي ټرافي په نامه څلور ورځنۍ سیالۍ نه وې، خو د نارینه او ښځينه وو لپاره یې ۵۰ اوریزې لوبې چمتو کړې وې، سږ کال د مې میاشتې تر پایه به د کشرانو کرکټ نه وي او د ایالتونو ترمنځ سیالۍ هم ځنډېدلي دي.

د دې سربېره په هند کې د ۱۶ کلنو او ۲۳ لوبو بیخي کېنسل یا لغوه شوي دي.

ګنګولي وایي دوی هڅه کوله چې د جون او جولای میاشت کې د نولس کلنو لوبغاړو لپاره په کور دننه پراخې سیالۍ جوړې کړي، خو د کرونا له امله یې دا پلان شنډ شو.

هغه زیاته کړې چې د آ‌ی‌پي‌اېل پاتې ۳۱ لوبې هم په هند کې ناشوني دي.

د هندوستان لوبغاړي اوس له هندي وګړو سره د مرستې په پار بسپنه راټولولو بوخت دي، په دې برخه کې لومړی ګام ویرات کولي اخیستی دی او ورپسې یوز وېندرا چهل هم هم نږدې کروړونه هندي کالدارې مرسته اعلان کړې ده.

د چینای سوپرکېنګز لوبډلې لوبغاړو او رهبرانو د کرونا ناروغانو لپاره د اکسیجن یا مصنوعي ساه اخیستلو ۴۵۰ ماشینونه اخیستي دي.

همدارانګه د انګلستان پخواني لوبغاړي کېوېن پېټرسن هم ویلي چې انګلستان باید د پاتې آی‌پي‌اېل لوبو کوربتوب په سپټمبر میاشت کې وکړي.