Advertisements
افغانستان کلتور او هنر

د ګندهارا تاریخي مخینه – مصطفی سالک

ګندهارا د سیمې په تاریخ کې د یوې ټاکلې جغرافیې نوم دی. د موندل شویو اثارو له مخه موږ د لومړي ځل لپاره ګندهارا کلیمه په توري نیم بدلون سره په ویدي سندرو کې وینو.

ریګویدا چې د اریایانو د هندي څانګې مذهبي سندرې دي چې د لیکلو زمانه یې له میلاده ۵۰۰ کلونو مخکې څخه واخله ان تر ۱۸۰۰ قبل المیلاد پورې رسیږي.

د ګندهارا کلیمه په کې د ګندوهره او ګندهرب په بڼو راغلې ده، چې د لمر خدایګوټی وپه یوه ویدي سندره کې لولو( د لمر خدایګوټی ګندهروه سوما ته ګوري، او په قربانۍ سره اوبه بهیږي، ایندرا چې هغه بهوي له دې هرکلی خبر و او د لمر له څنډې یې کتل )

همدا راز به یوه بله سندره کې د ګندهرب بڼه راغلې ده.

( سوما ګندهرب ته او ګندهرب اګنې ته ورکړه او اګنې بیا دا ښځه له ماشومانو او نعمتونو سره ماته وبښله )………
ګندوهره او ګندهرب د ویدیانو د لمر خدایګوټی و.

پوهاند رسول باوري کاږي چې ګواکې د شته سندونو له مخه د لومړي ځل لپاره ګندهارا د یوې سیمې په توګه هیرودوت (۴۴۴ق-م ژوندی) په خپل تاریخ کې د ګنداریس په نامه یاده کړې ده او ورپسې په لومړۍ قبل المیلاد پیړۍ کې بل یوناني تاریخ لیکونکي استرابون هم دغه نوم خوندی کړی، ورپسې بیا له میلاده ۲۵۰ کلونه مخکې د یونان د باختري واکمنانو په اثارو کې د ګنداراتي او ګنداراوا په نومونو یاده شوې ده.

د ویدي سرودونو د ګندوهره او د راوروسته پیر د ګندراوا او د چینايي سیلانیانو د ګندهارا تر منځ اړیکي کره کیدی شي.

دغه سیلانیان په څلورمه ،شپږمه او اومه میلادي پیړۍ کې ګندهارا ته راغلي او له دې سیمې تیر شوي وو.

د افغانستان یو پیژندل شوی تاریخ لیکونکی میرغلام محمد غبار د ګندهارا د جغرافیې کچ و میچ داسې کوي.

( د گندهارا ولايت د افغانستان په ختيځه برخه کې پروت دى . ختيځ لور ته يې د سند سيند ، لويديځ لور ته يې د هندوکش غرونه ، سوېل لورته يې د پاختيا ( پکتيا ) ولايت او زابل او شمال لور ته يې چترال ، نورستان او پنجشير پراته دى . د گندهارا په مربوطاتو کې د پيښور ، اټک ، هشنغر ، سوات ، باجوړ ، بونير ، کابل ، لوگر ، وردک او کاپيسا سيمې دي . د گندهارا ډير لرغونی ښار بگرام دى . د گندهارا پورې مربوط نورې سيمې په لاندې ډول دي : کابل ، پيښور ، اټک ، چاريکار ، نوښار ، برکي راجان ، جلال آباد ، تکري ، مندرور ، د لغمان چهار باغ ، اسمار ، ښيوه او شيگي ، چغه سراى ، لعل پور ، جلالر ، شب قدر ، ديره ، امبيله ، تره کي ، ميان قلعه ، ناوه گى او نور )
خو پوهاند عبد الشکور رشاد له خبرې داسې ښکاري چې د کابل بګرام یا باګرام د ګندهارا برخه نه وه ، بلکې ګندهارا یوازې د کنیشکا ژمنی پایتخت و.

(( د گندهارا را صنعت د باختر او يوناني صنعت په سلسله کې خو را مهم مدنيت و . دلته د صنعت يو خاص مکتب راوتلى دى ، چې هغه د هډې په هغو مجسمو کې چې پخواوې ښکاره کيده او هغه ته د گندهارا صنعت ويل کيده ، گندهارا خو د افغانستان د خورا لوى شاهنشاه کنشکا د ژمي پايتخت و ، هغه به په ژمي کې پيښور ته ورغى او هلته به اوسيده . کوم وخت چې کنشکا بودايي دين قبول کړ ، بيا پس له هغې څخه يې دغه اختلافات چې په بودايي دين کې منځ ته راغلى وو ، ددې د رفع او دفع لپاره يې لومړى معلومه لويه جرگه جوړه کړه . زمونږ د تاريخ لومړى معلومه لويه جرگه په گندهارا پورې اړه لري ، چې پنځه سوه کسه ورته راغوښتل شوي و. ))

ډیرکی تاریخ پوهان لیکي چې د کوشاني پاچا کنیشکا ( ۱۲۰-۱۶۰-واکمن) ژمنی پایتخت ګندهارا اوسنی پیښور او دوبنی یې د کابل باګرام و.
دلته یو بل تاریخي حقیقت مخې ته راځي چې د پيښور پخوانی نوم هم باګرام دی، لکه رحمان بابا چې وايي:
هم نغمې کاندي هم رقص کا هم خاندي
د رحمان په شعر ترکې د باګرام
مانا داچې د کنیشکا دواړه پایتخته باګرام نومیدل، خو دا چې د کومې سیمې لومړی نوم باګرام دی د غور وړ ده.

زما په باور داسې ښکاري باګرام به د کابل د سیمې ار نوم وي، او هغه له دې کبله چې ښايي کنیشکا ته به تر پیښوره د کابل د باګرام ( اوس په پروان کې) ارزښت ډیر و چې دا خبره څو دلیلونه لري.

۱: د اندازې له مخه د کابل باګرام اته میاشتې او پیښور څلورمیاشتې معتدله هوا لري چې د کابل ارزښت جوتوي او د پایتخت لپاره ډیره مناسبه بریښي.

۲: هغه لرغوني اثار چې په ۱۹۳۶ او ۱۹۳۷ کلونو کې له باګرامه لاس ته راغلي کمیت او کیفییت یې ښيي چې ښايي د کنیشکا ار پایتخت او اصل باګرام وي.

که د هغو تاریخ لیکونکو خبره سمه وي چې د کابل بګرام د ګندهارا د کنیشکا او ګندهارا مرکز دی. ښايي علت یې دا وي چې ګندهارا هغه مهال د بودايي پاچا لپاره ځکه ارزښت درلود چې دغه دین ته یې اخلاص درلود او ګندهارا په بودایت کې سپیڅلې سیمه ګڼل کیده.

بودایت ته د کنیشکا عقیدت له دې هم ښکاري چې په بامیانو کې یې د سیمې پر کچه د بودا ستر او شهکار بتان جوړ کړي وو.

باګرام د سنسکرت له دوو کلیمو (باغ-رام) څخه جوړه ده چې مانا یې د خدای بڼ دی. دا هم ښيي چې د باګرام نومونه ددیني تقدس پر بنسټ شوی ده.

خو په لومړیو میلادي پیړیو کې چې کوم چینايي سیلانیان اوسني افغانستان ته راغلي وو په ګندهارا کې یې د (هیلو) په نامه د یوه بل مذهبي ښاریادونه هم کړې ده. چې د پوهاند عبدالحی حبیبي په باور هیلو هډه ده، خو داسې کوم سند نه وړاندې کوي چې دا ادعا ثابته کړي. کیدی شي نوموړي ته دافکرد هډي د اثارو له ارزښته پیدا شوی وي، که زما دا تصور سم وي نو بیا پوښتنه پیدا کیږي چې ایا هغه مهال د ګندهارا تمدن ټول معبدونه او اثار سپړل شوي وو؟

بله دا چې چینایي سیلانیانو هیلو یو سپیڅلی ښار بللی په داسې حال کې چې هډه یو معبد و، او ښار یې حبیبي صیب ناکی بللی که په رښتیا هډه (هیلو) او( ناکی) ننګرهاروي نو بیا څنګه په نښتي ډول دوه ښارونه جوړ شوي وو ، بیاخو باید یو ښار وای.

دغو لیکونکو هیلو له هډې سره تړلې او بیا یې فکرکړی چې اوسنۍ هډه د ګندهارا مرکز دی.

د اثارو د کمیت او کیفیت تصوراتی تول دې ته لاره هواره کړې چې لیکونکي بیلې سیمې د ګندهارا د پایتخت په نامه یادې کړې، سربیره پر کابلي باګرام او هډه پيښور، مردان او ټیکسلا هغه سیمې دي چې ادعا کیږي هغه مهال به د ګندهارا پلازمینه وه.

خو که د مرحوم غبار او یو شمیر نورو تاریخ لیکونکو دا خبره سمه وي چې اوسنی پروان (باګرام) د ګندهارا برخه او د کنیشکا دوبنی پلازمینه وه،
نو لرې دې نه وي چې همدغه باګرام د لرغونې ګندهارا مرکز وي.

اوس بیرته د ویدي سندرو پر لوري ورګرځو جغرافیه ، وخت او ژبنی څرنګوالی ښیي چې د ویدي سرودونو ګندوهره اود تاریخ لیکونکو ګندهارا سره په خپلو کې اړیکي لري.
او توپیري توري یې تر ډیره واولونه دي ، چې زموږ په ژبو کې ډیر ځله یو پر بل اوړي.

دا نوم په پیل کې د خدایګوټي و ځکه چې ګندوهره د لمر خدایګوټی دی، او یو شمیر تاریخ لیکونکو هم لیکلي چې د ګندهارا مانا د رڼاګانو سیمه ده..
**

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل