مارچ 4, 2021

خرم: که په ګمبیري د هوايي ډګر جوړول د داود خان پلان شنډوي، نو پاکستان ته لوی خدمت دی

راپور: بشر درویش
د افغانستان د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خرم ویلي چې که په ګمبیري دښته کې د ننګرهار ملکي هوايي ډګر جوړولو هدف دا وي چې ورسره د داوود خان پلانونه شنډیږي، نو دا به پاکستان ته لوی خدمت وي.
هغه پر حکومت غږ کړی چې که داسې څه وي، نو خپل تصمیم دې بیرته واخلي.
ښاغلي خرم په خپل ټویټر لیکلي:

«که رښتيا هم په ګمبيري کې هوايي ډګر جوړول د داوود خان هغه پلان چې د کونړ په سيند یې ګمبيري دښته خړوبوله شنډوي، حکومت بايد دا تصميم بيرته واخلي.»

خرم دا ډول ممکن ګام اخیستل ستره تیروتنه بولي او د یوه فرصت له لاسه ورکولو نوم یې ورکړی دی.


هغه وړاندې لیکلي:

« ځکه چې دا به اغزن تار ته ورته ستراتيژيکه غلطي، پاکستان ته لوي خدمت او د وطن د ښيرازۍ يو فرصت ضايع کول وي.»

خرم دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې پرون د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ په ګمبیري دښته کې د یوه ملکي هوايي میدان جوړولو چارې پيل شوې.
یو شمیر خلکو ددې کار هرکلی کړی، خو ددې ترڅنګ ځینو خلکو اندیښنه څرګنده کړې وه چې دا میدان جوړول د هغه پلان مخه نیسي چې دې سیمې ته د کونړ سیند اوبه راپورته او پراخه کرنیزه ځمکه پرې اباده شي.
باید وویل شي چې پرون کوز کونړ ولسوالۍ په ګمبیري سیمه کې په شاوخوا درې نیم زره جریبه ځمکه کې د حکومت د نږدې اتیا میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ملکي هوایي میدان د لومړۍ برخې د جوړولو چارې پیل شوې چې د اته میاشتو په موده کې به د ميدان احاطه،فنس او امنيتي برجونو جوړ شي.
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

څېړنې:عبادت د ژور خپګان مخنیوی کوي

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

د څېړنو پر بنسټ، په مذهبي مراسمو کې ګډون کولای شي انسان له ژور خپګان څخه وژغوري. د Journal of Religion and Health يا د دين او سلامتيا مجلې د راپور له مخې، کلونه کېږي ... نور ولولئ