سپورټ نړیوال کرکټ

د ۲۰۱۱ کال پنځوس اوریز جام اتل هندي لوبغاړي کرکټ پریښود

د ډېسمبر په ۴ مه نېټه د سې شنبې په ورځ ګاتم ګمبیر د هر ډول لوبو څخه تقاعد اعلان کړ.

ګاتم ګمبیر په ټېسټ لوبوکې دریم هندي پیلوونکی توپ وهونکی دی، چې زیاتې منډې کوي.

ګاتم په ۲۰۱۶ م کال کې د وروستي ځل لپاره د انګلستان خلاف په ټېسټ لوبه کې د هندوستان په راجکوټ کې راڅرګند شو او لوبېد.

نوموړي په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ۲۹ منډې وکړې او دوهمه پاڼۍ کې په صفر وسوځېد.

د ډېسمبر په ۶ مه نېټه نوموړی وروستۍ لوبه د هندوستان په رنجي ټرافي لوبو کې کوي او له هغې وروسته بیا نه لوبېږي.

ټېسټ لوبو کې پنځوسیزې او سلیزې:
ګاتم ګمبیر ۱۲ کاله د هندوستان لپاره ټېسټ لوبې وکړې، چې په دغو لوبو کې یې ۴ زره ۱۱۹ منډې کړي دي، چې اوسط یې ۴۲ اعشاریه ۹۲ دی. په ټېسټ لوبوکې یې ۹ سلیزې او ۲۲ نیمه سلیزې جوړې کړې دي.

ګاتم ګمبیر یو ځل په یوه لوبه کې غبرګې سلیزې یا ډبل سېنچري وهلي دي، دغه سلیزې یې د اسټرالیا خلاف په ۲۰۰۸ م کال کې په خپل کورني لوبغالي فېروز شاه کوټله کې ووهلې.

ګمبیر په ۲۰۰۹ م کال کې د نیوزیلېنډ خلاف په یوه ټېسټ لوبه کې له ټېنډولکر سره اوږده توپ وهنه وکړه، هغه مهال د هندوستان لوبډله له بحران سره مخ وه، چې نوموړي مهمه سلیزه جوړه کړه، ګمبیر په دغې لوبه کې ۱۳۷ منډې وکړې او شا او خوا ۴۰۰ دقیقې په ویشتن ځای ولاړ و او د اسټرالیایي بالرانو مخه یې کوله.

ګامبیر او د هغه میرمن ناستا

دا مهال ګاتم ګمبیر د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د کال تېسټ کرېکېټر یا کرکټ لوبغاړی ونومول شو.

د ګمبیر یو ورځنۍ لوبې:
په یو ورځنیو لوبو کې هغه له ۲۰۰۳ م کال څخه تر ۲۰۱۳ م کال پورې لوبېدلی دی، د دغو لوبو په اوږدو کې یې ۵ زره او ۲۳۸ منډې کړي، چې اوسط یې ۳۹ اعشاریه ۶۸ دی.

نوموړي په یو ورځنیو لوبو کې ۱۱ سلیزې او ۳۴ نیمه سلیزې جوړې کړې دي. په ۲۰۰۹ م کال کې یې د سریلانکا خلاف په سریلانکا کې ۱۵۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په ۲۰۱۲ م کال کې ګمبیر د کرکټ نړیوالې شورا په ۱۱ کسیزه لوبډله کې واخېستل شو.

د ګمبیر شل اوریزې لوبې:
له ۲۰۰۷ م کال څخه یې تر ۲۰۱۲ م کال پورې د هندوستان لپاره ۳۷ شل اوریزې لوبې کړې دي، ۹۳۲ منډې یې پکې جوړې کړي دي، ۲۷ اعشاریه ۴۱ یې اورېج یا اوسط دی او سټرایک رېټ یې ۱۱۹ اعشاریه صفر دوه دی.

ګمبیر په شل اوریزو لوبو کې خپلې غوره منډې د پاکستان خلاف په ۲۰۰۷ م کال کې په شل اوریز نړیوال جام کې وکړې.

هغه په ۵۴ توپونو ۷۵ منډې وکړې او په ټول ټورنمنټ کې دوهم غوره توپ وهونکی و.

ګمبیر خپله استعفی په خپله فېسبوک پاڼه اعلان کړې ده او له خپلو لوبغاړو، روزونکو او کورنۍ له ملاتړه یې مننه کړې او هم یې د اسټرالیا پخواني توپ وهونکي جسټېن لېنګر له مرستې مننه کړې ده، نوموړی اوس مهال د ګمبیر روزونکی و.

ویل کیږي د هند مخکینی کپټان ګاتم ګمبیر به له ۲۰۱۹م جام وروسته له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړي

ګمبیر په آې پي ایل لوبو کې:
ګاتم ګمبیر په هندۍ کرکټ لوبډله کې د لوبېدو سربېره په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ م کلونوکې په آې پي ایل سیالیوکې د کلکتې لوبډلې لوبډلمشر و او دوه ځلې دغې لوبډلې د همده په لوبډلمشرۍ کې د آې پي ایل اتلولي ګټلې ده.

په ۲۰۱۸ م کال کې ګمبیر د کلکتې لوبډلې په آې پي ایل کې ونه پېره او د ډیلي لوبډلې لوبډلمشر شو.
خو د کمزورې لوبې له امله ونه توانېده، چې تر وروستیو شېبو پورې د ډیلي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شي؛ نو له لوبډلمشرۍ لرې شو او پر ځای یې ځوان لوبغاړی شيریاس ايئر لوبډلمشر شو.

په لېست ای لوبوکې یې ۲۹۹ مېچونه کړي دي، چې ۱۹۷ لوبوکې یې توپ وهنه کړې ده او ۱۵ زره منډې یې پکې جوړې کړې دي. په ۲۵۱ شل اوریزو لوبوکې یې ۶ زره او ۴۰۲ منډې کړي دي.
چې ۵۳ نیمه سلیزې یې پکې وهلي دي.

د ګمبیر په اړه د هندي سېنما ستوري شاه رخ خان څرګندونې:
شاه رخ خان د ګمبیر لپاره ځانګړی پېغام وړاندې کړی دی؛ شاه رخ خان ویلي زما د لوبډلې لوبډلمشرڅخه مننه، چې لوبډله یې ښه او په مینه رهبري کړه.
شاه رخ خان ویلي؛ ته یو ځانګړی سړی یې او الله تعالی دې همېشه خوښ لره.

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې نږدې ټولو مشهورو لوبغاړو د ګمبیر ستاینه کړې ده او هغه یې یو قهرمان لوبغاړی بللی دی.

د ګمبیر پېژندنه:
ګمبیر په ۱۹۸۱ م کال کې د هندوستان په مرکز ډیلي ښار کې زېږیدلی دی، ۳۷ کاله او ۵۳ ورځې عمر لري.
شا او خوا ۷ لوبډلوکې لوبېدلی دی.
په کیڼ لاس یې توپ وهنه کوله او لېګ برېک توپ اچونه یې هم کولای شوه.
په ۲۰۱۱ م کال کې یې له ناتاشا ګمبیر په نامه انجلۍ سره واده کړی دی؛ یوه لور لري او ازین ګمبیر نومېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې