اپریل 20, 2021

سني ډېول يوځل بيا يادګارونه تازه کوي

د هندي سينما مشهور لارښود انيل شرما غواړي چې د غدر په نامه د فلم دويمه برخه جوړه کړي.

انيل شرما ويلي چې د غدر فلم د دويمې برخې لپاره يې هم سني ډېول انتخاب کړی او ډېر ژر به يې د ريلېز نېټه په رسمي ډول په ډاګه کړي.

غدر د باليووډ سېنما دويم ترټولو ستر آل ټايم بلاک باسټر فلم دی چې په ۲۰۰۱ز کې د ۱۹ کروړه هنديو روپيو په بودجه جوړ او ۷۷ کروړه يې وګټلې.

ددې فلم مرکزي رول سني ډيول او شليپا شيټي اجرا کړی دی ،د يوه سيک او مسلماني نجلي پر ژوند جوړ سوی،چې په څومره سختو حالاتو او مذهبي جګړو کې د يوبل ترڅنګ پاتېږي او د تند لارو سره مبارزه کوي،کورنۍ قانع کوي او بيا بريا ترلاسه کوي .

غدر فلم د باليووډ سېنما د دويم ډېر کتل سوي فلم ريکارډ د ځان سره لري.

سني ډيول د ۹۰يمې لسيزې غوره اداکار دی چې دوې ملي او دوې د فلمفير جائزې يې ګټلي دي.

نوموړی په ۱۹۸۲ز کې د بيتاب فلم په جوړولو سره د باليووډ سفر پيل کړ.

وروستي مطالب