په ګډ ژوند کې د تنوع را منځته کول او له یو ډولۍ څخه د ژوند بهر کول

ژباړه: عطا محمد میاخېل

په دې مقاله کې تاسو په ژوند کې د تنوع د رامنځته کولو له ډول سره آشنا کوو او د دې کار لپاره د ډېرو لارو وړاندیز کوو، نو له تاسو څخه غوښتنه کېږي، چې دا مقاله له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
باید په دې باندې پوه شئ، چې یو ډول ژوند کولای شي، ګډ ژوند له طلاق سره مخ کړي، خو کولای شئ، په ډېرو ساده تګلارو سره، دا ژوند له یو ډولۍ څخه را بهر کړئ او خپل ژوند ته هیجانه او انګېزه بېرته را وګرځوئ. لاندې له یو ډولۍ څخه د ژوند د بهر کولو لپاره ځینې لارې چارې وړاندې شوي، چې کولای شي، ستاسو لپاره ګټورې وي.

په ژوند کې د تنوع را منځته کول

که داسې احساس کوئ، چې په ژوند کې په کافي اندازه خوشاله نه یاست او د ژوند لپاره کافي انګېزه نه لرئ، نو وخت یې را رسېدلی دی، چې په خپل ژوند کې د تنوع د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړئ. باید په دې باندې پوه شئ، چې کولای شئ د خپل ژوند له شریک څخه مرسته وغواړئ، ترڅو په دې لاره کې له تاسو سره ملتیا وکړي او د یو بل په مرسته وکولای شئ، خپل ګډ ژوند ته بدلون ورکړئ.
په دې برخه کې باید پوه شئ، چې ستاسو کوم یو چلند کولای شي، د ژوند شریک مو او حتا تاسو خپه کړي، ترڅو وکولای شئ بدل یې کړئ. په حقیقت کې په دې کار سره کولای شئ، خپل ژوند ته بدلون ورکړئ او دغه راز کولای شئ د خپل ځان لپاره ژوند ښکلی کړئ او ترې خوند واخلئ.
د دې لیکنې په دوام د تنوع د رامنځته کولو لپاره په ځینو کارونو باندې رڼا اچول کېږي. باید په ګډ ژوند کې حسادت پرېږدئ.

بالغ شئ

ـــ غوره ده، چې بالغ شئ او د هغو په څېر چلند وکړئ، ځکه بالغ افراد کولای شي، په ښه توګه تصمیم ونیسي او د خپل ژوند مسؤولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
ـــ باید د خپل ژوند شریک ته درناوی وکړئ، ځکه هغه اړتیا لري، چې ورته درناوی وشي.
ـــ باید د خپل ژوند د شریک غوښتنې ومنئ او د هغه شخصي حریم ته درنښت وکړئ، ځکه دا حد او بریدونه کولای شي، ژوند مو ډېر زیات جذاب کړي او له یو ډولۍ څخه وژغورل شئ.

د هویت خوندیتوب

ـــ باید وکولای شئ، چې خپل جلا هویت خوندي کړئ.
ـــ باید په دې باندې پوه شئ، چې خپلواک افراد دا درک کوي، چې یوه وخت ته اړتیا لري، چې له نورو څخه جلا واوسي او په یوازېتوب کې د خپل ځان او خپلو کارونو په اړه فکر وکړي.
ـــ په حقیقت کې هره جوړه دې کار ته اړتیا لري، ترڅو د یوې لنډې مودې لپاره، له یو بل څخه جلا واوسي.
ـــ باید پوه شئ، چې دا سالمې اړیکې دي او کولای شي له تاسو سره د هویت په خوندیتوب کې مو مرسته وکړي.

تړلی/تړلې مه اوسئ

ـــ غوره ده، چې د خپل ژوند په شریک پورې له بریده زیات تړلی/ تړلې ونه اوسئ، ځکه دا موضوع کولای شي، د ګډ ژوند د یو ډولۍ سبب شي.
ـــ باید پوه شئ، چې د ژوند شریک مو نه شي کولای، ټول هغه کارونه، چې تاسو یې غواړئ، ترسره کړي او د جادویي لرګي په څېر مو ټولې هیلې پوره کړي.

له فعالیتونو څخه خوند اخیستل

ـــ باید پوه شئ، چې تاسو او د ژوند شریک مو نه شئ کولای، چې له ګډو فعالیتونو څخه خوند واخلئ.
ـــ غوره ده، چې په ژوند کې د تنوع د رامنځته کولو لپاره، هغه کارونه چې خوښېږي مو، ترسره یې کړئ، حتا که د ژوند د شریک مو نه خوښېږي.
ـــ ښه ده، چې په خپل ګډ ژوند کې د یوې سالمې اړیکې د رامنځته کولو لپاره، له خپلو او د خپل ژوند د شریک له ګټو څخه دفاع وکړئ.

ټولنیز واوسئ

ـــ باید په دې باندې پوه شئ، چې د ژوند شریک مو نه شي کولای، چې ستاسو ټولې عاطفي اړتیاوې پوره کړي او په ټولنه کې ستاسو د اړتیاوو یوه برخه پوره شي.
ـــ د دې لپاره، چې په خپل ژوند کې له ستونزې سره لاس و ګرېوان نه شئ، غوره ده، چې له ټولنې څخه واټن وانخلئ او تر ډېره له خلکو سره په اړیکه کې واوسئ.

خپله ارزښتمندي

ـــ که په خپله اړیکه کې د نا امنۍ او مالکیت احساس ولرئ، نو له نورو څخه یو ګام شاته یاست.
ـــ دا په ژوند کې د یوه بریالي کس چلندونه نه دي.
ـــ په حقیقت کې غوره ده، پوه شئ چې دا چلندونه کولای شي د ژوند د تنوع د کمښت سبب شي او جذابیت مو را کم کړي. دا چلندونه د دې سبب ګرځي، چې مینه او درناوی له منځه لاړ شي او تاسو ونه شئ کولای، چې خپل ژوند له یو ډولۍ څخه وژغورئ.

د دوامداره اړیکې له منځه وړل

ـــ غوره ده، چې د ورځې په اوږدو کې د خپل ژوند له شریک څخه واټن واخلئ او له اړیکیزو لارو لکه: چټ، ایمیل او انځوریزې اړیکې څخه، د اړیکې د ټینګښت لپاره ګټه وانخلئ.
ـــ په حقیقت کې دا لارې کولای شي، ژوند مو یو ډول کړي او د شپې په وروستیو کې د ویلو لپاره څه ونه لرئ.

عذر او زارۍ مه کوئ

ـــ د خپل ژوند له شریک سره د وخت تېرولو لپاره عذر او زارۍ مه کوئ.
ـــ په پیل کې باید پوه شئ، چې د ژوند د شریک مو خوښېږي، چې له تاسو سره اړیکه ټینګه کړي یا نه، له دې وروسته کولای شئ، هغه ته ووایئ، چې یوه موده له یو بل سره واوسئ.
ـــ البته باید په دې باندې پوه شئ، چې د هغه وخت کیفیت ته، چې له یو بل سره اوسئ، پام وکړئ او کمیت په پام کې مه نیسئ.

د موخې ټاکل

ـــ د ژوند په هر پړاو کې چې یاست، کولای شئ د خپل ځان لپاره موخه وټاکئ، ځکه له موخې پرته ژوند کومه مانا او مفهوم نه لري.
ـــ باید په خپل ګډ ژوند کې هم موخه وټاکئ، دا کار کولای شي، تاسو وننګوي او په ګډ ژوند کې مو د تنوع د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
ـــ په پام کې ولرئ، چې نباید موخې مو محدودې وي او باید سترې موخې ولرئ.

له یوازېتوب څخه خوند اخیستل

ـــ د اړیکې لرل نباید له تاسو څخه هغه خوند واخلي، چې کولای شئ په یوازېتوب کې یې ولرئ.
ـــ هېر مو نه شي، چې تاسو ډېر وخت په یوازې توګه ژوند کړی دی او دا کار کولای شي یو ځل بیا ستاسو لپاره خوندور وي.
ـــ کولای شئ پلې مزل وکړئ او یا په یوازې توګه یو وېرونکی فلم وګورئ او له دې کار څخه خوند واخلئ.

دوستان مو مه هېروئ

ـــ غوره ده، چې د خپلو دوستانو لپاره هم یو وخت په پام کې ونیسئ او د خپل ژوند له شریک څخه هم وغواړئ، چې دا کار ترسره کړي، ځکه دوستان هغه کورنۍ ده، چې تاسو په خپله ټاکلې ده او دې کورنۍ له واده مخکې هم شتون درلوده، نو ښه ده، چې هېره یې نه کړئ.
ـــ نباید خپل ژوند په یوه ځانګړي شخص پورې محدود کړئ، ځکه هغه شخص په یوازې توګه ستاسو د ټولنیزو ستونزو د حل کولو لپاره بسنه نه کوي او کولای شي، تاسو په اوږد مهالي خپګان باندې اخته کړي.

د مهارتونو ښه کول

ـــ کولای شئ په هغو کارونو باندې بوخت شئ، چې وکولای شئ خپلو مهارتونو ته ښه والی ور وبښئ.
ـــ کولای شئ د پخلي، ورزش او دې ته ورته چارو په یوه صنف کې نوم لیکنه وکړئ او په خپل ژوند کې مثبت بدلونونه را منځته کړئ او په خپل ژوند کې له یو ډولۍ څخه د بهر کېدو لپاره هڅه وکړئ.

د اړتیاوو لپاره خبرې کول  

ـــ کولای شئ د خپلو اړتیاوو د پوره کېدو لپاره، له یو بل سره خبرې وکړئ.
ـــ په حقیقت کې دا کار کولای شي، ستاسو لپاره ژوند ښکلی کړي او تاسو هم کولای شئ د خپلو احساساتو په بیانولو سره، خپل ژوند ته هیجان او خوند بېرته را وګرځوئ.
ـــ غوره ده، چې په اړیکه کې سکوت ونه کړئ، ځکه سکوت د ګډ ژوند یوه له ستړې کوونکو برخو څخه ده.
ـــ باید په پام کې ولرئ، چې یوه سالمه اړیکه د دواړو لورو د اړتیاوو د ویلو لپاره مناسب حالت لري.

د راتلونکې لپاره د پروګرام لرل

ـــ هغو موخو ته په نه پام سره، چې لرئ یې، باید د خپلې راتلونکې لپاره پروګرام جوړ کړئ.
ـــ دا کار کولای شي، کارونو ته مو لوری ورکړي او تاسو د بېځایه کارونو له ترسره کولو څخه وژغوري.
ـــ په حقیقت کې تاسو د بېځایه کارونو په ترسره کولو سره، خپل وخت بېځایه مصرفوئ او له اصلي کارونو څخه، چې کولای شي تاسو خپلو موخو ته ورسوي، پاتې کېږئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.