ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د تیت او پرک ذهن درلودل یوه ستونزه ده

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم‌الرحمن ناصري

تیت او پرک او تل مصروفه ذهن دا ستونزې له ځانه سره لري.
۱ –  تیت او پرک ذهن، له بېلابېلو فکرونو څخه ډک وي او امکان لري چې د یو بل پر ضد واوسي. ځکه کله چې یو فکر عملي کړئ بل خنثی کوي او هره لاسته راوړنه بله یوه له منځه وړي.

۲ – یوه پاشلي ذهن کې یو امتداد لرونکی خط جریان نه لري. یو فکر سرته راځي او د بل په واسطه له منځه ځی، کله چې کس له خپل اصلي فکري مسیر څخه منحرف شي، یاد ته یې راځي او بیا له سره په مو ضوع باندې تمرکز کوي. ګنج ته د رسیدو لپاره اړتیا ده چې ځمکه هغه ته تر رسیدلو پورې وشکوو. څوک چې تیت او پرک ذهن لري د هغه لټوونکي(جوینده) په شان دی چې وروسته له دې څخه چې یو اندازه ځمکه شکَوي بلې نقطې ته یې پام اوړي او د هغې نقطې د شکَولو لپاره له خپل کار څخه لاس اخلي.

۳ –  یوه تیت او پرک ذهن کې په مرتب ډول ارزښتونه بدلیږي، ځکه له تجربې او فراست څخه لاسته نه دي راغلي. کس له یوه فکر سره مخ کیږي او هغه د ارزښتونو د نوم لاندې قبلوي، وروسته له یوه بل ارزښت سره مخ کیږي او د یوه نوي ارزښت په حیث یې قبلوي.

۴ – داسې یوه ذهن کې کس نشي کولای له خپلو کارونو څخه دفاع وکړي، ځکه هغه یې د ټینګ او کلک معیار او روښانه لامل بر بنسټ نه دي غوره کړي.

۵ –  یو کس چې دا ډول ذهن لري د شخصیت ثبات نه لري، ځکه محیط پرې ډیر اغیز لري. د یوه وړوکي څیز له لاسه ورکولو باندې غمجن کیږي او د یوه وړوکي څیز به لاسته راوړلو په خوښیو کې غرق شي، هیجان او کاذبه احساساتو لرونکی وي.

۶ –  له یو تیت او پرک ذهن څخه کوم عمل نه وینو فقط یو څو فکره دي چې د هغې تر عملي کیدلو پورې ډیر واټن موجود وي او هغو ته د رسیدلو امکان هېڅ موجود نه وي.

۷ –  د دې ذهن خاوند اراده نه لري،ځکه د ارادې درلودل ثبات ته اړتیا لري. کله چې شخص خپل ثبات له لاسه ورکړ، نشي کولای په خپله وعده او عهد وفا وکړي.

۸ –  داسې یو ذهن هيڅ کله تصمیم نشي نیولای او تل له محیط او نور کسانو څخه متاثر وي.

۹ –  یو مشوش ذهن ډیر ژر ستړی کیږي او لومړیو پایلو ته په رسیدلو له کار څخه لاس اخلي، یا نشي کولای د خپل کار ستونزې وموندي، د دې لپاره تل خپلې خطاوې تکرار کوي

.
۱۰ – څوک چې آشفته ذهن لري، د ژوند په مسایلو کې د انعطاف او غوره کولو پیاوړتیا له لاسه ورکوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ