ویسټینډيزی شامرن ګابرېل د فزیکي برخورد له امله له بندیز سره مخ شو

لیکنه:  بهار سمسور

ګبرېل د لومړۍ ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ لومړي سیزن کې د بنګلادیشي لوبغاړي توپ وهونکي امیرل قیس سره فزیکي برخورد کړی، او هغه يې په اوږه ټېل وهلی چې دا د کریکټ د اصولو سره په ټکر کې ده.

 په دې کار سره شامیرن ګبرېل په شپږ میاشتو کې ۶ منفي نومرې تر لاسه کړې دي، او د دې نمرو له پوره کولو سره مېچ ریفري او لوبڅار حق لري چې لوبغاړی سزا سره مخ کړي.

اوس به ګبرېل د ویسټينډيز او بنګلادېش تر منځ په دوهمه ټېسټ لوبه کې شتون ونه لري او د سزا په ډول به له لوبې کینول کیږي.

له دې وروسته په ورته عمل سره د ګابرېل سزا له نغدي پیسو نیولې ان تر څو لوبو او څو میاشتو بندیز سره هم مخ کیدای شي.