اپریل 20, 2021

د شعلې فلم ګبر څوک و؟

د هند په سینما کې داسې ډېرې څېرې تېرې شوی، چې تر مړینې وروسته یې هم خلکو ستایلي او تر اوسه د خلکو به زړونو کې ځای لري.
یو له دې څېرو څخه امجد خان دی، چې له نن څخه ۸۰ کاله پخوا د نوامبر په ۱۲ په کال ۱۹۴۰ کې په پېښور کې وزېږېد.
امجد شل کاله د فلمونو په ډګر کې داسې رول ادا کړ، چې تراوسه د امجد په ډول ډیالوګونه بل چا ونه ویل. امجد په ۱۳۲ فلمونو کې کار وکړ، چې ډېری یې منفي وه.
خو د امجد خان تر ټولو نامتو رول په منفی نقش کې په شعله فلم کې وه، چې د دې فلم وروسته د امجد خان شهرت اوج ته ورسېد، او د هند په سینما او د خلکو په زړونو کې یې ځانته لوی ځای جوړ کړ.
اصلي نوم یې امجد ذکریا خان و. امجد درې زامن لري، شاداب خان، احلام خان او سیماب خان.
ښایی ژوند لږ او ډېر له ټولو سره یې جفا کړې وي، خو د امجد خان ژوند کې شهرت او ستونزې غبرګې راغلې.
امجد خان په ۱۹۷۶ کال کې د رېل د ټکر له وجې زخمي شو، چې د څه مودې لپاره کوما ته لاړ.
نوموړی له څه مودې کوما وروسته بېرته ډېر ژر ښه شو، خو له بده‌مرغه امجد ته د ډاکټرانو له خوا داسې دوا ورکړل شوې وه، چې د نوموړي وزن یې ورځ تر بلې ور زیات کړ.
امجد خان په ۵۱ کلونو عمر په کال ۱۹۹۲ کې د زړه درېدلو له امله ومړ.
د نورو فلمونو ترڅنګ شعله هغه فلم دی، چې د تر ټولو ډېر یې خلک د امجد خان د ګبر سنګ منفی رول لپاره ګوري. او دا ډېری خلک چې کله د امجد خان څېره وګوری نو سم د واره ورته د ګبر سنګ نوم اخلی.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب