له اونیو انتظار وروسته د ټکنالوژۍ مشهور چینایي شرکت شیامي د ( 2019 MWC) په نوم نندارتون کې، خپل نوی تولید چې (مي مېکس G5-3) دی، مینوالو ته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي کړ.
دغه چینایي شرکت وایي، (مي مېکس G5-3) په ډېره لوړه ټکنالوژۍ سمبال دي او دا د نوموړي شرکت لومړني G5 موبایلونه دي.
د تېر ۲۰۱۸ ز کال په اکټوبر کې هم شیامي شرکت ځینې نوي تولیدات بازار ته وړاندې کړې وو، خو ویل کېږي چې (مي مېکس G5-3) له هره اړه پرمختللی دی، داسې چې په پلورلو سره به یې د خپلو پېرودونکو زړونه لا را خپل کړي.
داسې هم ویل کېږي، چې د دغه شرکت دغه نوی تولید، د موبایل جوړولو له ډېری تولیدي توکو سره سیالي کولی شي او له سامسونګ ګلکسي اېس سره ډېر ورته والی لري.
دا چې دغه شرکت خپل نوي تولیدي توکي په امریکا کې نه شي پلورلی، نو د کاروونکو په خبره یې چې ډېر زیات پلور به ونه لري.
په روانه او راتلونکې میاشت کې د موبایل جوړولو ډېر نور شرکتونه، لکه سامسونګ، اپل او (اېل جي) هم غواړي، خپل نوي تولیدات بازار ته وړاندې کړي.
جان کربي:له ټولو ملګرو هېوادونو سره د افغانستان په اړه په اړیکه کې یو
د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی د داسې یوې حللارې په لټه کې دي چې د افغانستان، امریکا او متحدینو لپاره ګټوره وي. ... نور ولولئ