سپورټ کرکټ وزش او تمرین

فرهان يوسفزی: د ولسمشر څخه مو هيله کړې، چې راشدخان پر ستر مډال ونازوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغان کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي د هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني څخه هیله کړې، ترڅو د کرکټ نړیوالې شورا له لوري راشدخان ته په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د یوې لسیزې د غوره لوبغاړي د ویاړ ترلاسه کولو په پار عالي دولتي مډال ورکړي.

په یاده خبرپاڼه کې فرهان یوسفزي ویلي:

((کله چې له نن یو نیم کال وړاندې د کرکټ ادارې ته د عمومي رییس په توګه راغلم نو راشدخان د ملي لوبډلې لوبډلمشر و، خو د مشورو او سپارښتنو په پایلو کې مو نوموړی بیرته د ملي لوبغاړي په توګه وساته.))

یوسفزي زیاته کړې:

((د  دې کار یوازېنۍ موخه دا وه ترڅو زموږ دغه ستر ستوری د افغانستان لپاره پر خپلو ویاړونو ګټلو او د افغان ولس پر خوشحاله ساتلو تمرکز وکړي چې په لوبډلمشرۍ کې یې خپل تمرکز او هغه استثنایي وړتیا چې نوموړی یې لري؛ له لاسه ورکوله.))

د دې ترڅنګ د افغان کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې کرکټ بورډ به هم ډېر ژر د راشدخان د یادو ویاړونو او سترو لاسته راوړنو په موخه د خوښۍ جشن ونمانځي او په ترڅ کې به یې هېوادوالو او د کرکټ مینه والو ته ځانګړې مبارکي وړاندې کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا وړمه ورځ په شل اوریزه، یو ورځنیو او ټیسټ لوبو کې د یوې لسیزې لوبډله اعلان کړه، چې راشدخان په شل اوریزه لوبډله کې راغلی.

له هغه وروسته دې شورا پرون په یادو دریو واړه فارمټونو کې د یوې لسیزې یو ـ یو غوره کرکټر معرفي کړ، چې په شل اوریزه سیالیو کې راشد د یوې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ