Advertisements
خواړه روغه سټه

د دغه مېوو په خوړلو له سرطان ځان وژغورئ

ژباړه: نسیمه محمدي

د یوې تازه څېړنې پایلې دا ثابتوي، چې د فلونوئیدونو څخه بډایه مېوې د سرطان او زړه ناروغۍ ګواښ رامنځته کېدو کې د پام وړ کموالی راولي.

د ادیث کوان پوهنتون څېړونکو نېږدې ۵۳ زره وګړو غذایي رژیم تر څېړنې لاندې ونیوو او په پای کې یې ترلاسه کړه، چې د ۵۰۰ ملي ګرامه انتي اکسېدان د فلونوئیدونو خوړل په ورځني ډول د مرګ خطر کموي.

فلونوئیدونه انتي اوکسیداني اثرات لري او په بدن د ډېری مزمنو ناروغیو په وړاندې ساتي؛ د فلونوئیدونو څخه د بډایه مېوو او ترکاري خوړل لکه مڼه، نارنج، ناک، د بېلابېلو ډولونو توتان او پیاز بدن د ګواښوونکو ناروغیو په وړاندې ساتي.

ویل کېږي فلونوئیدونه د وینې رګونه روغ ساتي او التهاب کنترلوي، چې هم د زړه د سلامتیا او هم د سرطان سره تړاو لري.

د ادیث کوان پوهنتون څېړونکو چې په لوېدیځې استرالیا کې د برث ایالت یو عمومي پوهنتون دی، په خپلو وروستيو آزمایښتونو کې متوجه شول، چې د مڼې، مالټې، د بروکلي کرم یوه برخه او یو موټی Cornelian cherry د وګړو د روغتیا لپاره اړین دي.

نېکولا بوندوننو، د دې څېړنې اصلي لیکوال وویل: دا موندنې مهمې دي، ځکه د لاسته راوړنو  له نظره د فلونوئید لرونکو خوړو مصرف ته د وګړو هڅول د زړه ناروغۍ او سرطان ناروغۍ څخه په ساتل کېدو کې د پام وړ بدلون لیدل کېږي.

څېړونکو په Nature communication ژورنال کې ولیکل، چې په ۲۰۱۳ کال کې له اووه اعشاریه اته میلیونه وګړي د ورځې د ۸۰۰ ملي ګرام کم فلونوئیدونو د خوړو له امله د ژر مرګ سره مخ شوي دي.

شمېرې ښايي د زړه ناروغۍ په خاص ډول د یو پر څلورمه د ټولو انګلیسانو د مړینې مسؤول گڼل شوی ده.

سرچینه: Aftabir.com

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.