ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

خپلې لور ته د نړۍ د ستر ارواپوه فرویډ سپارښتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

کله چې د نړۍ ستر ارواپوه فرویډ خپله شپاړس کلنه لور آنا پرېښودله، چې د ژوند خپلواکي پیدا کړي، یوازې یې ورته له دې ۴۰ ټکو څخه یادونه وکړه. د آنا په خبره، د دغو ۴۰ ټکو په عملي کولو سره یې وکولای شول، چې په خپل ځان کې د آرامتیا په رامنځته کولو سره، په ۲۸ کلنۍ کې د خپل وخت ستره ارواپوه شي. دا ۴۰ ټکي دغه وو:

زما ګرانې آنا ستا ژوند ښایي ستا د خوبونو د ښکلا پر بنسټ وي.

یوازې باور ولره چې آسانه او ساده کارونه ترسره کولای شې.

هره ورځ له دغو څلوېښتو ټکو څخه کار واخله او له خپل ژوند څخه خوند واخله.

روغتیا

۱ ـــ ډېرې اوبه وڅښه.

۲ ـــ د یوه پاچا په څېر سبا ناری، د یوه شهزاده په څېر غرمنۍ او د یوه سوالګر په څېر ماښامنۍ وخوره.

۳ ـــ له سبزیجاتو څخه ډېره زیاته ګټه واخله.

۴ ـــ له دې دریو E ګانو سره ژوند وکړه:

Energy ( انرژي).

Enthusiasm (شور او لېوالتیا)

Empathy (زړه خوږی او همغږي)

۵ ـــ له ورزش څخه مرسته وغواړه.

۶ ـــ ډېرې لوبې وکړه.

۷ ـــ د تېر کال په پرتله ډېر کتابونه مطالعه کړه.

۸ ـــ د ورځې لس دقیقې سکوت او فکر وکړه.

۹ ـــ اووه ساعته خوب وکړه.

۱۰ ـــ هره ورځ لس تر دېرشو دقیقو پورې پلی مزل وکړه او د پلي مزل پرمهال مُسکا وکړه.

شخصیت

۱۱ ـــ خپل ژوند له هېچا سره مه پرتله کوه، ته نه پوهېږې، چې د هغوی ترمنځ څه تېرېږي.

۱۲ ـــ منفي افکار مه لره، په بدل کې یې خپله انرژي په مثبتو چارو باندې ولګوه.

۱۳ ـــ له خپل توان څخه ډېر کار مه ترسره کوه.

۱۴ ـــ خپل ځان ډېر زیات جدي مه نیسه.

۱۵ ـــ خپله انرژي د نورو په چارو کې په ښه ښکېل کېدا باندې بېځایه مه مصرفوه.

۱۶ ـــ کله چې ویښه وې، نو ډېره خیال پردازي وکړه.

۱۷ ـــ حسادت او کینه کول یانې د وخت بېځایه تېرول دي، ته چې هرڅه باید ولرې، لرې یې.

۱۸ ـــ تېر هېر کړه، د خپل ژوند د شریک تېروتنې هغه ته مه ور په یادوه، دا کار دې د اوس وخت آرامتیا له منځه وړي.

۱۹ ـــ ژوند له دې څخه ډېر زیات لنډ دی، چې له نورو څخه کرکه وکړې. له نورو څخه کرکه مه لره.

۲۰ ـــ له خپل تېر سره ملګرې واوسه، چې خپل اوس خراب نه کړې.

۲۱ ـــ هېڅوک ستا د خوشاله کولو مسوول نه دی، مګر یوازې په خپله ته.

۲۲ ـــ پر دې باندې پوه کړه، چې ژوند هغه ښوونځی دی، چې باید ډېر څیزونه پکې زده کړې. ستونزې د درسي پروګرام یوه برخه دي او د ټولګي (صنف) په څېر جبري.

۲۳ ـــ ډېره وخانده او مُسکا وکړه.

ټولنه

۲۴ ـــ مجبوره نه یې چې په هر بحث کې ګټونکې شې، کله وخت مخالفت هم موجود وي.

۲۵ ـــ کله ناکله خپلې کورنۍ او خپلوانو ته زنګ ووهه.

۲۶ ـــ هره ورځ نورو ته یو ښه څیز ور وبښه.

۲۷ ـــ د هر چا تېروتنه د هر څیز لپاره وبښه.

۲۸ ـــ یو څه وخت له ۷۰ څخه پورته او له ۶ کلونو څخه ښکته کسانو سره تېر کړه.

۲۹ ـــ هڅه وکړه، چې لږ تر لږه د ورځې ۳ کسانو ته مُسکا وکړې.

۳۰ ـــ دا چې نورو ستا په اړه څه فکر کوي، تا پورې تړاو نه لري.

۳۱ ـــ  د ناروغۍ پرمهال دنده دې ستا مرستې ته نه راځي، بلکې دوستان دې له تا سره مرسته کوي، نو له هغوی سره په اړیکه کې واوسه.

ژوند

۳۲ ـــ  مثبت کارونه ترسره کړه.

۳۳ ـــ له هر بې ګټې، خراب او ناخوښه څیز څخه لرې والی اختیار کړه.

۳۴ ـــ مینه د هر څه درملنه کوي.

۳۵ ـــ هر مقام څه ښه او څه بد تېرېدونکی دی.

۳۶ ـــ مهمه نه ده، چې څه احساس لرې، باید ودرېږې، خپلې جامې واغوندې او په ټولنه کې حضور پیدا کړې.

۳۷ ـــ ډاډه اوسه، چې تر ټولو غوره هم راتلونکی دی.

۳۸ ـــ همدا چې سهار له خوبه را ویښېږې، نو باید د الله (ج) ډېر شکرونه پرځای کړې.

۳۹ ـــ ستا زیاتره دنننۍ برخه خوشاله ده، نو له دې کبله خوشاله اوسه.

۴۰ ـــ مرسته وکړه، چې په نړۍ کې تل مثبت پیغامونه روان واوسي او غبرګون یې په خپل ژوند کې وګوره.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ