ټولنیز ژوند

آزادي، د پوهانو له نظره

اعلان

ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل

ـــ د آزادۍ حقیقي مانا مسؤولیت دی، له همدې امله ډېری خلک ترې وېرېږي.
(جورج برنارد شاو)

ـــ مطلقه، حقیقي، سمه او بې لوري آزادي او مساوات هغه څه دي، چې موږ ورته اړتیا لرو. (جان لاک)

ـــ آزادي یانې نه غواړم، چې غلام واوسم او نه هم بادار. (ابراهام لینکلن)

ـــ موږ په دې نړۍ کې له درې څیزونو څخه برخمن یو: ویښ وجدان، د بیان آزادي او اړین احتیاط، د دې لپاره، چې له لومړیو دوو څخه یې هېڅکله ګټه وانخلو. (مارک توین)

ـــ هغه څوک، چې غواړي آزاد واوسي، یوازې د خپلو وړتیاوو له لارې کولای شي، آزاد شي. (فریدرېش نیچه)

ـــ هغه څوک، چې هېڅکله یې تر فشار لاندې ژوند نه وي کړی. آزادي نه شي لمس کولای. (فرناندو پسوا)

ـــ یو ملت د ښوونې او روزنې له لارې آزادي ترلاسه کوي، نه برعکس یې. (جورج برنارد شاو)

ـــ پیسې ښکلې دي، ځکه چې د آزادي په مانا دي. (فرناندو پسوا)

ـــ د یو ملت د پرمختګ تر ټولو ښه او غوره نښه، د بیان آزادي ده. (عبدالرحمن فرامرزي)

ـــ انسان په هماغه شېبه کې، چې تصمیم نیسي آزاد وي، نو آزاد دی. (ولټر)

ـــ هغه کسان، چې چمتو نه دي، د آزادۍ لپاره بیه ورکړي، د آزادۍ وړ نه دي. (جورج واشنګتن)

ـــ که چېرې کوم ملت، کوم څه ته په آزادۍ باندې ترجیح ورکړي، نو هرڅه به له لاسه ورکړي. (سامرست موام)

ـــ باید آزادي د یوې مودې لپاره له لاسه ورکړو، ترڅو وکولای شو، د تل لپاره یې وساتو. (مونتسکیو)

ـــ د انسان ښکلا په درې څیزونو کې ده: علم، مینه او آزادي. (افلاطون)

ـــ دیکتاتوران ځانونه آزادوي، خو په بدل کې یې خلک اسیروي. (چارلي چاپلېن)

ـــ دیموکراسي طبیعي او میراثي ده، هېڅوک نه شي کولای، چې یو ملت د متروکې په زور آزادي غوښتونکی او دیموکرات کړي. (مونتسکیو)

ـــ هېڅ یوې کلمې د آزادۍ د کلمې په څېر پام ځانته نه دی اړولی او هېڅ یوې کلمې ته د آزادۍ د کلمې په شان ډېرې ماناوې نه دي ورکړل شوي، آن چې د ځینو له پاره د آزادۍ مانا داده، چې په وسلو سمبال شي او د زور له لارې خبرې وکړي. (مونتسکیو)

ـــ که په موږ آزادي نه وي ګرانه، نو نه شو کولای، چې د آزادۍ ډوډۍ وخورو او که مو وخوړه، هضمولای یې نه شو. (مهاتما ګاندي)

ـــ د ښار خلکو د آزادۍ له پاره تابوت او د مینې له پاره پوله جوړه کړه، نا خبره له دې چې نه آزادي په تابوت کې ځایېږي او نه هم مینه پوله پېژني. (ارنېسټو چګوارا)

ـــ آزادوونکی نه یم، آزاد کوونکی شتون نه لري. دا خلک دي، چې خپل ځان په خپله آزادوي. (ارنېسټو چګوارا)

ـــ آزادي تر ټولو ډېره د هغو کسانو له خوا ګوزار خوري، چې هغې ته د رسېدو له پاره لنډه لار ټاکي. (ارنېسټو چګوارا)

ـــ آزادي په یوه ځانګړي فرد پورې تړاو نه لري، بلکې په ټولو پورې تړلې ده. (حسین رحمت نژاد)

ـــ آزاد واوسه او پرېږده، چې ټول له دې ډالۍ څخه برخمن شي. (حسین رحمت نژاد)

ـــ اې آزادۍ! نه پوهېږم، چې د دې پراخې نړۍ په کوم ځای کې کولای شم پر تا تکیه وکړم. (حسین رحمت نژاد)

ـــ انسان آزاد او خپلواک پیدا شوی، مګر تل په هغه ځنځیر کې دی، چې خپله یې اوبلی. (ژان ژاک روسو)

ـــ د آزادۍ په لور هېڅ آسانه لاره شتون نه لري، موږ باید د مرګ له سیورو ډکې درې څخه تېر شو، ترڅو د خپلو غوښتنو لوړې څوکې ته ورسېږو. (نېلسن ماندیلا)

ـــ آزادي له لاس و پښو څخه د ځنځیرونو په غوڅولو نه خلاصه کېږي، بلکې آزادي د نورو آزادۍ ته درنښت لرلو ته هم اړتیا لري. (نېلسن ماندیلا)

ـــ آزادي د اسارت په لمن کې زېږېږي، په ځنځیر کې وده کوي، له غصب سره را ویښېږي… های های دا د آزادۍ برخلیک دی. (ډاکټر علي شریعتي)

ـــ آزادۍ ته د درنښت په خاطر مو د یوې دقیقې لپاره چوپتیا غوره کړه، مګر خوب یوړو. (ارنېسټو چګوارا)

ـــ که چېرې ونه شم کولای آزادي او عدالت یو ځای ولرم او دې ته اړ شم، چې په دې دواړو کې یو یې وټاکم، نو آزادي به وټاکم، ترڅو وکولای شم، په وسیله یې په بې عدالتۍ باندې نیوکه وکړم. (البر کامو)

ـــ تاسو نه شئ کولای، چې سوله، له آزادۍ څخه جلا کړئ، ځکه چې هېڅوک نه شي کولای، له آزادۍ پرته په سوله کې ژوند وکړي. (ملکوم ایکس)

ـــ تمدن په نظم سره پیلېږي، په آزادۍ سره دوام پیدا کوي او په بې نظمۍ سره مري. (ویل ډورانټ)

ـــ په ټولو اخلاقي فضیلتونو کې د آزادۍ غوښتنه ډېره ښه او غوره ده. ( ارسطو)

ـــ د ژوند تګلاره کولای شي آزاده او ښکلې وي، خو موږ ورکه کړې ده. (چارلي چاپلېن)

ـــ تل آزاد یې، چې خپل ذهن ته بدلون ورکړې او توپیري راتلونکې یا توپیري تېر وټاکې. (ریچارد باخ)

ـــ تر کله چې اقتصادي آزادي شتون ونه لري، نو هېڅ ډول آزادي شتون نه لري. (مارګارت تاچر)

ـــ د نیمې آزادۍ په نامه کوم څه شتون نه لري. (نېلسن ماندیلا)

ـــ هر هېواد باید په بشپړه توګه آزاد وي، ترڅو هغه ډول اقتصادي، سیاسي او ټولنیز سیستم وټاکي، کوم چې مناسب یې ګڼي. (فیډل کاسټرو)

ـــ د انسان ذهن آزاد کړه او په پای کې به یې جسم آزاد کړې. (مارکوس ګاروي)

ـــ اوس یې چې د لاسه ورکولو لپاره کوم څه نه لرل، آزاد شوی و. ( پائولو کوئیلو)

ـــ آزادي د دې ارزښت لري، چې قېمت یې ورکړې. (ژول ورن)

ـــ زه غواړم، د هغه شخص په توګه یاد شم، چې غوښتل یې آزاد وي، ترڅو نور هم وکولای شي، آزاد واوسي. (رزا پارکس)

ـــ انسان په هماغه شېبه کې آزاد دی، چې خپله یې وغواړي. (ولټر)

ـــ رښتیني رهبران باید چمتو وي، چې هرڅه د خپلو خلکو د آزادۍ لپاره قربان کړي. ( نېلسن ماندیلا)

ـــ هغه کسان، چې له نورو څخه د هغوی آزادي اخلي، پخپله د آزادۍ لرلو وړ نه دي. (ابراهام لینکلن)

ـــ که چېرې آزادي مانا ولري، نو مانا یې داده، چې حق ولرې خلکو ته هغه څه ووایې، چې نه غواړي وایې وري. (جورج اورول)

ـــ د بیان له آزادۍ سره د غوږ نیولو آزادي هم راځي. (باب مارلي)

ـــ هغه کسان، چې خپله بنسټیزه آزادي د لنډ مهالي خوندیویتوب او امنیت د یوې ذرې لپاره قربانوي، نه د آزادۍ وړ دي او نه هم د خوندیتوب. (بنجامین فرانکلین)

ـــ زړورتیا هغه څه ده، چې له آزادۍ، خوندیتوب، ژوند، کور او کورنۍ، هېواد او له اولادونو څخه مو ساتنه کوي. زړورتیا هرڅه له ځانه سره لري. (پلوټوس)

ـــ که چېرې موږ ونه شو کولای، د آزادو نارینه و او ښځینه و په توګه ژوند وکړو، نو باید په خپل مرګ باندې خوشاله شو. (مهاتما ګاندي)

ـــ له آزادۍ پرته اخلاق نه شي کولای، چې شتون ولري. ( کارل ګوستاویونګ)

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل