هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد

ازاد بازار او نامشروع سوداګري

نقیب الرحمن شمسزی

اقتصاد پوهان وایی چې ازاد بازار د خلکو په ګټه دی، ځکه په دغه بازار کې سوداګر یوله بل سره سیالی کوي، نو کله چې د سیالۍ خبره شوه نوبیا کمپنۍ او شرکتونه د ښه بازار موندنې او د ډېرو مشتریانو د راجلبولو لپاره په ښه کیفیت مناسب محصولات په وړ بيه مستهلکینو ته وړاندې کوي.

او په ازاد بازار کې حکومت یوازې د څارنې دنده پرغاړه لري، که چېرې یو څوک بې کیفیته یا تاریخ تېر محصول را وړي او په هغه کې ټولنې ته مالي يار روغتیایي زيان وي باید د حکومت له خوا يې مخه ونیول شې او عاملینو ته یې سزا ورکړل شې.

لنډه دا چې په دغه بازار کې چل ول، قسم خوړل، دروغ ویل او داسې نور موارد ازاد دي یو دکاندار ته چې ورشې بیا نو په خپل مال چې قسمونه وخوري په خدای په قران او داسی نور…. چې دومره مې نه دی ورکړی او تاته یې په دومره درکوم حیران به ورته پاتې شې ته به وایې چې ریښتیا هم همداسې ده. د ازاد بازار یو اصل هم تر اوسه چا پر ځان نه دی عملی کړی، اقلاْ دولت تر اوسه پر دې نه دی توانېدلى چې د پاکستانیو پلاستیکې تفنکچو او پوپکو مخنیوی وکړی، دا خو پر ځاى پرېږده چې په بازار کې پر محصولات او نرخونو باندې کنټرول ولري.

په سر مې لږ درد شو، غوښتل مې چې له درملتون څخه د سر درد لپاره یو پاکټ پرستامول ګولى را واخلم، لنډه دا چې یو درملتون ته ننوتلم ورته ومې ویل چې یوپاکټ د سردرد ګولۍ راکړه هغه راته وویل چې ما سره څو ډوله ګولۍ دي یورقم ۵ افغانۍ یو رقم ۱۰ افغانۍ همداشان ۱۵ –۲۰ او ۳۰ افغانیو پورې ته یی کوم یو غواړې؟ ما ورته وویل چې هغه ښې ګولۍ را کړه نو د راته همغه دېرشو روپيو والا راکړې او ویل يې چې دا جرمنۍ دي او ډېر ښه کیفیت لري. نو ما ترې غوښتنه وکړه چې لږ یې ارزانه کړه ډېری ګرانې وایی: له دې خبری سره ده نو قسمونه شروع کړل چې په خدای قسم او په کلمه قسم چې ۲۸ موږ ته رازې ۲ روپۍ دې په کې حلالې وي که زیاتې واخلم راته دې د خوږ غوښه وګرځې. نو ما چې کله د ده قسم خوړل ولیدل هک حیران شوم ورته اومی سمه ده دېرش روپۍ درکوم قسمونه مه خوره ګولۍ مې را واخستې او را روان شوم، تاسو فکر وکړی چې یوازې په درملتون کې یو ډول ګولۍ په یو نوم خو قیمتونه یې توپیرلري له دېنه ښه جوته کیږې چې د۵ روپیو والا خو بالکل بې کیفیته دي د دې پر ځای چې ګټه وکړي د انسان لپاره زيان لري او دا د همدی خرڅلاو لپاره را وړل شوې دي، چې په دې خوار ملت باندې پلورل کیږې.

بله موضوع په کې د رقابت ده ما خو په دې بازار کې رقابت نه دی لیدلې هرڅوک په خپل سردی که په دام کې ګیر راغلې د لسو روپیو مال د رباندې سل روپي خرڅوي، یوه ورځ مې له یو دکان څخه د سهار چای لپاره یو ډول پنیر واخيسته چې کله مو سرتری پرانېست ډېر بد بوی کاوه خو کله مې چې تاریخ ولیده له ټاکلې مودې څخه یو کال وخت پرې تېر شوی و چې دیته ورته په ښارکې تاریخ تېر ډېری شیان لکه لبنیات، نوشابی، بیسکیټونه، درمل، او نور خوراکې توکې شتون لري چې په دې خوار ملت پلورل کیږی. هېڅوک ورته پاملرنه نه کوي، دکانداران او سوداګر خو هسې هم د پیسو لپاره نه په خدای بند دی او نه په قرآن، دولت خو دې ورته پاملرنه ولری، باید چې حکومت په ښار کې د خوراکې توکو د نظارت لپاره یو کمېسیون جوړ کړي لږ تر لږه په میاشت کې خودې یو ځل د ښار په یو څو دوکانونو وګرځي.

تاسو فکر وکړی په هر دکان کې فعلاْ تاریخ تېر محصولات شتون لري او په ازاد ډول پلورل کیږې، ډېری خلک د بیسوادۍ له امله په تاریخ یی هم نه پوهیږې.. خو دولت یوه ورځ هم په یادو دکانو نه دی ګرځېدلی یوه ورځ موږ نه د رسنیو اویا له کوم بل لوری نه دی اوریدلی چې دولت تاریخ تیره محصولات راټول کړي وي او یایې په دې تور کوم سوداګر یا دوکاندار نیولی وي.

ازاد بازار دی! د محصولاتو نرخ ثابت نه دى، دوکانداران مشتري ته ګوري او خپل محصول پرې خرڅوي، که چېرې دوکاندارته لږ څه غوړ ښکاره شې نو بیا د لسو روپیو شی درباندې په۵۰ روپۍ خرڅوي، دوکاندارانو کې هم انصاف نه دی پاتې.

لکه په سرکې مو چې وویل ازاد بازار سهولتونه را مینځته کويَ دا څنګه سهولتونه دي چې زموږ بازار له بې کیفیتو توکو ډک دى سود په بانکونو کې ازاد دی، ورسره نشه يي توکي، شراب او داسې ورته نامشروع محصولات په ډېرو دوکانونوکې شتون لري او خرڅیږې هېڅوک نه شته چې مخنیوی یې وکړي. که ازاد بازار همدا وي نو زه خو یې نه منم له دولت او اړوندو ادارو څخه غواړم چې په دې اړه پاملرنه وکړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */