مارچ 8, 2021

یوه فرانسوي سپین ږيري د مچ د وژلو لپاره، خپل کور ته اور اچولی

Advertisements
خبر: نسیمه محمدي

د Sud Ouest د راپور پر بنسټ، تقاعد شوي فرانسوي سړي د مچ د له منځه وړلو په هڅه کې په تېروتنې سره، خپل کور ته اور اچولی دی.
د راپور له مخې، دغه ۸۲ کلن سړی، د فرانسې د کمون پارکول – شینو ښار اوسېدونکی دی. نوموړي هڅه کوله د برقي تلک په وسیله حشرات، مچان چې ډېر یې نارامه کړی وو، له منځه یوسي. خو خبر نه وو چې د کور د ګازو ډبه تخنیکي ستونزه لري او ګاز ترې وځي. د برقي تلک د جرقې/ بړک وهلو وروسته، ګاز وچاود او کور یې وران شو.
سپین ږيري سطحي او یوازې لاس یې ټپي شوی دی. خو کور یې د ژوند کولو وړ نه دی، ځکه چاودنې د کور چت په بشپړه توګه له منځه وړی دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!

لیکوال: حنیفه مومند ، کابل - برخه : روانې سلامتي

Advertisements له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه! آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟ برنارد له ځنډ وروسته وويل: هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي. د برنارد شاو هدف له واده ... نور ولولئ