سرسکالو سیاست نړۍ

مراکش کې فرانسوي قونسل ځان وژنه کړې

لیکنه: مهر تاج

په مراکش کې د فرانسې قونسل “جنرال ډونس فرانکوس ” په ځان زندۍ کولو سره ځان وژنه کړي ده.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر اساس ، امنیتي چارواکي وايي، چې د فرانسې قونسل جنرال “ډونس فرانکوس” په خپله ​​غاړه کې د رسۍ/زندۍ په اچولو سره ځان وژنه کړې ده.

د مراکش خبري رسنیو یې ځان وژنه تایید کړې او ویلي یې دي، چې قونسل جنرال په خپل کور کې،چیرې چې هغه یوازې ژوند کاوه، ځان وژنه کړي.

له بلې خوا امنیتي چارواکو د پیښې د نورو انګېزو د موندلو لپاره پلټنې پیل کړي دي.

پولیس وايي ، چې د فرانسوي قونسل جنرال ډان فرانکوس مړی په شمالي سیمه “تنګيیر” کې د قونسلګرۍ په ودانۍ کې وموندل شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ