بریا او پرمختګ ژوند بڼه سپورټ وزش او تمرین

د فوټسال نړیوال جام په رسمي ډول یو کال وځنډېد

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د ۲۰۲۰م د فوټسال نړیوال جام سیالۍ، چې ټاکل شوې وه د لیتواني هېواد په کوربتوب ترسره شي، خو د کرونا ویروس له امله یو کال وځنډېده.

د فوټسال نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۲۰م د سپټمبر میاشتې له ۱۲مې بیا د اکتوبر  تر ۳ مې یې دوام کاوه، خو د فیفا یا فوټبال نړیوال فدراسیون له پرېکړې سره سم دا سیالۍ یو کال وځنډېدې.

د فیفا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:

تر ۱۷ کلنو د کم عمره ښځینه لوبغاړو ترمنځ د فوټسال نړیوال جام سیالۍ، د ۲۰ کلنو د کم عمره ښځینه لوبغاړو ترمنځ د فوټسال نړیوال جام سیالۍ او د ښځینه‌وو ترمنځ د فوټسال نړیوال جام لوبې راتلونکي ۲۰۲۱م کال ته وځنډېدې.

دا درې واړه نړیوال جامونه په روان ۲۰۲۰م کې ترسره کېده، چې د کرونا ویروس له امله د فوټبال نړیوالي شورا له لوري راتلونکي ۲۰۲۱م ته وځنډېده.

د کرونا له امله د فوټسال ترڅنګ د نړۍ ټولې ورزشي لوبې یا هم ځنډېدلي او یا هم لغوه شوې، خو اوس تازه د فوټبال یو شمېر لیګونه پېلیږي.

د معلوماتو له مخې د تېرې شنبې پر ورځ د جرمني هېواد لیګ پيل شو، خو د رواني مې میاشتې په پای او د جون په پيل کې د اسپانیا، ایټالیا او انګلستان لیګونه پيل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ