ژوند بڼه

ایا په انسانانو کې فرومون شته؟

په دې لیکنه کې هڅه کوو هغه پوښتنې ځواب کړو چې ایا فرومون د مخالف جنس د جذبولو لامل کېدای شي؟ ایا هغه عطر چې نارینه یې وهي او ښځې یې خوښوي، په هغو کې د فرومون شتون ښیي؟ ایا انسان هم فرومون لري، که یوازې په ژویو کې شته؟

فرومون هغه ځانکړي کیمیاوي مواد دي چې په ټولو ژویو کې تولیدېږي او د نورو ژویو پر کړنو او فزیولوژي اغېز پرېباسي.

فرومونونه په وجود دنننه تولیدېږي، خو دباندې عمل کوي. په ژویو کې د هغوی جنسي کړنې منعکسوي، لکه مور چې خپل اولاد پېژني، یو ژوی چې نورو ته د خطر د شتون سیمه ورښیي.

ایا انسان هم فرومون لري؟

ځینې پوهان پر دې اند دي چې انساني فرومونونه یوازې یوه افسانه ده، خو په ۱۸۰۰م کې الماني پوه په انسان کې فرومون کشف او نوم یې (انتروپین) پرې کېښود. هغه ویل چې دا فرومون د پوستکي د ترشحاتو او د وېښتانو د فولیکولونو له لارې څرګندېږي.

داسې خبرې شته چې د انساني فرومون درک او پېژندل سختوي، خو بیا هم دوی هڅه دا څلور ډوله فرومون په انسان کې پیدا کړي:

۱ – خپرېدونکي فرومونونه: جنسي جذابیت ښیي او د چټک غبرګون لامل کېږي.

۲ – زېګنال ورکوونکي: د جنیټیکي بوی په مرسته خبرتیاوې تر ماغزو رسوي، لکه مور چې خپل ماشوم او اولاد پېژني.

۳ – لومړنی ډول فرومون: ډېر سست کار کوي، لکه د مېرمنو د میاشتنۍ ناروغۍ همغږي یا یو ځای راتګ.

۴ – تلفیق کوونکي: ښایي د وجود کړنې سره همغږې او تلفیق کړي. کېدای شي اراموونکی وي.

د فرومون اغېز ښندل:

په ۱۹۷۱م کې «مارټا کلینټاک» د فرومون په اړه خپلې مطالعې خپرې کړې. دی وایي هغه مېرمنې چې نږدې سره اوسي، د میاشتنۍ ناروغۍ یو ځای راتګ یې د فرومون له امله ګڼلی شو. نور پوهان بیا وایي چې د فرومون په اړه چې څېړنې کېدې باید اروایي او ټولنیز مسایل هم په نظر کې ونیول شي.

کله چې یوه ډله څوک خپل غړی ګڼي او هغه کس هم دا غړیتوب مني، دا د دوی د فرومونو یو پر بل اغېز ښندنه ښیي.

ایا انسان ناغوښتي د فرومون پر وړاندې غبرګون ښودلی شي؟

ځینو څېړنو ښودلې چې د نارینه‌وو فرومون د ښځینه پر فرومون اغېز کولی شي او برعکس یې هم.

پوهان د فرومون په اړه پر ژویو خپلې څېړنې خلاصوي بیا انسان ته راځي. د راتلونکو څېړنو موخه هم په انسان کې د ماغزو د هغې برخې موندل دي چې فرومون تولیدوي. دا چې څه ډول او څه وخت تولیدېږي دا هم غواړي په ډاګه کړي.

کله چې څوک د چا له څنګه تېرېږي او داسې ګڼي چې هغه کس یې خوښ شوی، مانا د دوی فرمونونو یو بل پېژندلي او د ماغزو هغه برخه یې راویښه شوي چې فرومون تولیدوي. هېره دې نه وي چې فرومون د ایکوهورمون په نامه هم پېژني.

سرچینه: iranous.com

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ