مارچ 4, 2021

سکاټلينډی لوبډلمشر مجيدحق د کرونا په ويروس اخته سوی!

خبريال: مدثر دعوت
د سکاټلينډ کريکټ ملي لوبډلي پخواني لوبډلمشر مجيد حق دا تائيد کړې چي د کرونا ازمويني يې مثبته پايله ورکړې.
پاکستان الاصله سکاټلينډي کريکټر مجيدحق پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلي” د کرونا ويروس تر مثبتي پايلي وروسته بيرته خپل کورته ځم،د روغتون له ټولو کارکوونکو څخه مننه چي زما په درملنه کي يې نه ستړي کيدوونکي هلي ځلي وکړې او هغه کسانو چي راته پيغامونه ليږلي او د ملاتړ ډاډ يې راکړی هم مننه کوم،انشالله چي ډير ژر به بيرته روغ سم.

اف سپينر توپ اچوونکي مجيد حق د ۲۰۰۶ز کال څخه تر ۲۰۱۵ز کال پوري د سکاټلينډ لپاره ۵۴ نړيوالي يو ورځنۍ او ۲۴ نړيوالي شل اووريزي لوبي ترسره کړي .
۳۷ کلن مجيد خپلي وروستۍ نړيوالي لوبي په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي ترسره کړه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فوټبال؛ د نړۍ نامتو لوبغاړي رونالډو یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او یوونټوس کلب نامتو لوبغاړي کریسټیانو رونالډو په نړۍ کې یوازینی لوبغاړی شو، چې د فوټبال په ۱۲ پرلپسې پړاونو کې شل ګولوهني ترسره ... نور ولولئ