سپورټ فوټبال له نړۍ

څارنوالانو د فيفا پخواني چارواکي په رشوت اخيستلو تورن کړه!

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د امريکا د متحده ايالاتو څارنوالانو د فوټبال د نړيوال فدراسيون پر پخوانيو اجرائيوي چارواکو تور لګولی چي د نړيوال جام د کوربتوب لپاره يې رشوت اخيستی دی.

د امريکا د تحقيقاتي ادارې تر اوږدمهالو څيړنو وروسته اوس څارنوالانو د فيفا پر چارواکو تور لګولی چي د ۲۰۱۸ز کال فوټبال نړيوال جام د کوربتوب لپاره د روسيې او د ۲۰۲۲ز کال نړيوال جام د کوربتوب لپاره د قطر څخه بډي اخيستي دي.

د اسنادو له مخي ادعا کيږي چي د جنوبي امريکا مشر نيکولاس ليوز او د برازيل د فدراسيون پخواني رئيس ريکارډو تيکسيرا باندي تور دی چي قطر څخه يې د خپلو رايو د استعمال په اړه د رشوت غوښتنه کړې وه.

د فيفا پر مرستيال مشر جک وارنر هم تور دی چي په ۲۰۱۸ز کال د روسيې د کوربتوب لپاره ۴ ميليونه يورو اخيستي دي.

د ۲۰۱۸ز کال لپاره د رايو له اړخه روسيې د انګلستان څخه کوربتوب وګټی پداسي حال کي چي هغه مهال وارنر د شمالي او مرکزي امريکا همدارنګه د کارابين د کنفدراسيون مشر وو.

پداسي حال کي چي د فوټبال په نړۍ کي د رشوت اخيستلو او ورکولو مسله د ډيرو کلونو راهيسي خورا ګرمه ده خو هغه چارواکو چي د نړيوال جامونو د کوربتوب لپاره يې بډي اخيستي د محکمې له لوري د ټول عمر لپاره د فوټبال د ادارو څخه منع او ورباندي بنديز ولګيدی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ