بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

څنګه پر ځای، سمه او مؤثره بخښنه وغواړئ؟

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

په پښتو کي یوه مقوله لرو، چي وايي: هیڅ انسان له خطاه څخه خالي نه دئ. بالکل، هر انسان لږ و ډېري خطاوي لري خو دلته بیا هغوی يا هغه کسان ګټونکي دي چي پوهېږي څنګه خپلي خطاوي جبران کړي او بل واري کوښښ وکړي چي هغه اشتباه یا غلطي بیاځلي تکرار نه کړي. دا چي انسانان یو له بل سره تعامل کوي، نو د یوه خطاه د نورو د زهیرېدلو سبب کېږي. نو کله چي وایو هیڅ یو انسان له خطا یا غلطۍ څخه خالي نه دئ، او د يوه انسان خطا د نورو د زهیرېدو سبب کېږي، اړتیا ده چي د بخښني غوښتلو سهی طریقه زده کړي.

تاسي به اورېدلي وي، چي وايي: بخښنه غوښتل یو هُنر دئ؟ دغه کوچنۍ جمله خورا لویه معنا لېږدوي. ستاسي په یادېږي چي تاسي لومړی کومو هُنر زده کړی و؟ ډېری کوشنیان ئې له رنګونو ګډولو شروع کوي او لومړی دا زده کوي چي څنګه متناسب، موزون او ښایسته رنګونه سره ګډ کړي چي بلي مرحلې ته ئې نقاشي زده کړې وي. په دغه دوران کي چي تاسي یوه شي ته ډېر متوجه واست، دا و چي له خطه څخه دباندي ځای رنګ نه کړئ او همدارنګه چي کله مو د یوه تصویر منځ ور رنګوئ، حتی د يوه ټکي په اندازه سپین ځای هم درڅخه بې رنګه پاته نه سي. په همدې آساس، توازن لري او باید په افراط يا تفريط کي ښکېل نه سئ.

بخښنه غوښتل هم يو رفتاري هُنر دئ چي باید پام مو وي چي نه دوندي له حده زیاته وي چي خپل عزتِّ نفس ته زیان واړوئ او نه هم دوندي د بخښني په غوښتلو کي بخیل اوسئ چي خپلي غلطۍ له جبرانولو پرته او همدارنګه د نورو د زړونو له خوشحالولو پرته پرځای پرېږدئ.

داسي يو څوک تصور کړئ چي په خپل کارځای کي ددې له پاره چي همکارانو ئې همېشه له هغه/ې سره ښې اړیکي لرلي وي، همېشه د خپلو کړو یا نه کړو په اړه بخښنه غواړي. تر یوې مودې وروسته نور د هغه/ې په اړه څه فکر کوي؟ يا داسي یو کس چي حتی په یوه جدی اختلاف کي چي ګناهکار هم هغه وي، خو حاضر نه وي چي بخښنه وغواړي. په دغو دواړو حالاتو کي فرد په خپل ټول بې هُنریت سره، په خپلو اړیکو کي ستونزه رامنځ ته کړې ده. تاسي کوښښ وکړئ چي د بل هر هُنر په شان، په تمرین او تکرار سره دغه هُنر هم زده کړئ دا ځکه چي فردي او کورنی ژوند به مو در بدل کړي.

ښکاره او څرګند ووایاست

ښکاره ووایاست چي د خپل کوم رفتار یا چلند په خاطر بخښنه غواړئ. خپله هغه غلطي چي د زړه له صدقه مو منلې وي او ستاسي د مقابل طرف د زهیرېدو سبب سوي وې – نوم واخلئ.

په ډېرو وختونو کي له دغي جملې څخه خورا ډېره ګټه اخیستله کېږي: که زما څخه زهیر سوي یاست، زه بخښنه غواړم. دا په داسي حال کي دي، چي دغه او دغي ته ورته جملې دوندي کُلي دي چي هیڅ دا نه مشخصوي چي تاسي متوجه یاست چي ولي هغه ناراحته دئ/ه. باید ډېر ساده، څرګند او واضح وواياست او بخښنه وغواړئ. مثلاً داسي ووایاست: ددې په خاطر چي فلاني ته مي ستا په اړه وویل چي ته یو بخيل او خسیس انسان یې، ما وبخښه. بل لا غوره به دا وي، چي په دغسي وختونو کي که ستاسي کار یا غلطي علت ولري هغه هم ووایاست. مهمه دا نه ده چي علت دې معقول یا غیر معقول وي خو ووایاست چي ولي مو دغسي غلطي کړې ده.

کېدای سي ستاسي مقابل طرف فکر وکړي چي له هغه/ې څخه مو کرکه کېږي چي د هغه/ې په غیاب کي مو ورته په بخیل يا خسیس ويلي دي خو تاسي یو دلیل لرئ: هغه/ې تاسي ته خپل موټر په پور نه دئ درکړی او دا چي تاسي خپل موټر نه لرئ، د حسادت حس سبب سوی دئ چي وغواړئ هغه په بخيل/ي ونوموئ. په دغسي شرایطو کي دوندي چي ووایاست: دا ستا حق و چي ما ته موټر رانکړې خو زه هغه وخت ډېر په غُسه سوم او يوه غلطي راڅخه وسوه. بخښنه غوښتل چي هر څوندي له موضوع سره تړلې او ښکاره و صریحه وي هغوندي اورېدونکی آراموي.

وبخښئ خو زه ملامت/ه  نه وم

ځیني وختونه د یو ه کار په غلط ډول اجراء کول تر هغه چي وې نه کړئ ډېري بدي پایلي لري. نو که غواړئ چي له يوه چا څخه بخښنه وغواړئ نو سمه او پر موقع دغه کار وکړئ. د بخښني غوښتلو واقعي وخت هغه نه دئ چي ستاسي څخه یو څوک زهیر سوی دئ بلکي هغه وخت دئ چي تاسې خپله ومنئ چي تېروتنه مو کړې ده. که یوازي کله چي د یوه کس زړه بدوالی/خوابدی کېده وینئ او په دغه خاطر چي اړیکي مو خرابي نه سي، بخښنه غواړئ، په دغه کار کي چنداني نه کامیابېږئ.

حتی کېدای سي چي ترمنځ مو بحث او خبري اتري رامنځ ته سي او کار لا ډ ېر پسي باریک سي. تاسي باید هغه وخت بخښنه وغواړئ چي وپوهېږئ او وې منئ چي غلطي مو کړې ده. حتی کېدای سي چي ستاسي مقابل طرف خوابدی/ې سوی/ې نه وي یا ئې خپله خوابدتیا ښکاره کړې نه وي خو همدا چي تاسي خپلي غلطۍ ته متوجې سواست، ورڅخه بخښنه وغواړئ.

د دغه علت چي باید خپله غلطي مو منلې وه داسي يو احساس دئ چي د بدن په ژبه (Body Language) او د پُر معنا کلماتو په اوډون سره ئې خپل مقابل طرف ته القاء کوئ. کېدای سي د وبخښه، ما غلطي وکړه يوه جمله په داسي حال کي چي ټول مقصر او ملامت هم تاسي یاست، ووایاست:” وبخښه نو، سمه ده غلطي ټوله زما وه! “ چي دغه جمله کاملاً دغسي معنا ورکوي چي تاسي په یو رقم غواړئ چي موضوع ختمه کړئ. حتی که د کلماتو په کارولو او انتخابولو کي هم کافی دقت ولرئ، ستاسي د بدن حرکات ستاسي رسوا کوونکي دي او په دغه وخت کي ستاسي د مقابل طرف احساس به غلط نه وي. نو ددې له پاره چي کار له خراب څخه خرابتر نه کړئ هغه وخت بخښنه وغواړئ چي په رښتیا سره مو خپله تېروتنه یا غلطي منلې وي.

په اوږدمهال کي د رفتار تغیرول

د داسي کلماتو لکه:” وبخښئ، بخښنه غواړم، يا  اف! غلطي مي وکړه “ او داسي نورو… کارول په هیڅ رقم واقعي بخښنه غوښتل نه حسابېږي بلکي دغه ډول بخښني غوښتل یوازي تش په نوم هغوی دي. دغه ډول بخښني غوښتل به په داسي یوه وخت کي چي په نافهمۍ کي مو یو چا ته زیان اړولی وی ګټوري وي خو په نورو مواردو کي چي د مقابل طرف احساسات مو ژور زخمي کړي وي، هیڅکله موثري او ګټوري نه دي.

سهي او مؤثره بخښه غوښتل دغه دي چي هغه چا ته چي موږ ئې د رنج، زهیرېدلو، زړه بدولو، او خپه کولو سبب سوي يوو، عاطفي، همدلانه او د زړه له کومي جواب ووایو. په حقیقت کي باید بخښه غوښتل د زړه له تله څخه وي او د هغه خاص رفتار په بدله کي وي چي موږ کړی دئ ګنې بې معنا او بې ګټي به وي. دغه کار د جبران له بحث سره هم فرق کوي. تاسي یو وار د بخښي غوښتلو پر مهال له مقابل طرفه پوښتئ چي څنګه د خپلي غلطۍ جبران وکړئ چي دغه خبره کاملاً ضروري ده خو وروسته او په دغسي موقعیو کي باید په تاسي کي د رفتار تغیر هم رامنځ ته سي؛ مثلاً نور د خپل ژوند د ملګري په وړاندي د نورو په حضور کي جبهه نه نیسئ او يا شخړي نه کوئ. که داسي نه وي، په موقتي ډول به زهیرېدل لېري سي او بل واري به په لا ډېر شدت سره رامنځ ته سي او نور به نو ستاسي پر بخښي غوښتلو هم باور نه کېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي