Advertisements
ټولنیز ژوند

هغه مهمې ګټې چې د بخښنې له امله ترلاسه کیږي

لیکنه: عمران لمر

ژباړه: عمران لمر

کله مو له ځانه پوښتلي دي؛ کيږي چې خپلې غوصې يوې غاړې ته کړې يا نه؟
ډېری مونږ هغه ډول غوصې لرو چې زمونږ په ژوند يې ډېر منفي تاثيرات ښندلي وي او ځوروي مو؛ تر دې چې ممکن زمونږ ټوله روغتيا وګواښي او يا په مونږ د فشار سبب شي يا په ساده عبارت؛ داسې غوصې شته چې مونږ ته زيان رسوي.
مونږ کولی شو په يو ساده کار سره د دې زيانونو مخه ونيسو؛ پوهېږئ چې هغه کوم کار دی؟ بخښل.
البته بخښل ممکن د هر چا لپاره ساده نه وي؛ له مونږ سره اوسئ، هغه لارې درښايو چې بخښل درته آسانه کوي.

د بخښلو او هېرولو ۵ مثبتې آغېزې
ډېرې خاطرې شته چې تر ډېرې مودې په ذهن کې پاتې کېږي او هر ځل مو عصبي کوي.
هغه کس چې په پوهنتون کې يې په تاسې مسخرې کولې يا هغه رئيس چې هغه کاري پرمختګ يې درنکړو چې تاسې يې وړ وئ او يا هغه ملګري چې د اړتيا پر وخت يې يواځې پرېښودئ او يا حتی هغه نا اشنا کس چې په تاسې يې خندلي وي؛ تاسې ځورولی شي.
دا خاطرې ستاسې په روح يو لوی بار ګرځي او ستاسې د ناهيلۍ سبب ګرځي.
بخښل ممکن سخت وي؛ مګر ستاسې په روغتيا مثبتې آغېزې لري.

۱- فشار او د فشار اړوندې ګډوډۍ راکموي.
څېړنو په روغتيا د فشار منفي او زيانمنوونکې اغېزې په ځلونو ښودلې دي؛ مګر په ځانګړي ډول د فشار د ختمولو او يا کمولو په برخه کې هم د پام وړ څېړنې شوې دي؛ د مثال په ډول: يوه څېړنه چې په ۳۳۸ تنو د زيات عمر خاوندانو باندې شوې ده؛ ښودلې چې بخښل د فشار د کموالي او آرام سبب ګرځي او په پايله کې يې شخص ښه رواني روغتيا تجربه کوي.

يوې بلې څېړنې ښودلې ده چې بخښل رواني ناروغۍ هم له منځه وړي.
د دې څېړنې يو ډاکټر وايي، که تاسې بخښوونکي کېدای نه شئ او يا د نا آراميو د هېرولو او شاته غورځولو وړتيا نه لرئ؛ نو د فشار په وړاندې هيڅ مقاومت نه شئ کولای.

۲- بخښل خفګان راکموي.
نا بخښل شوي دردونه او غوصې زمونږ د روغتيا لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کولای شي. بخښنه او بخښل د ژور خفګان په راکمولو کې چې يوه رواني ناروغي ده؛ مؤثر تابتېدلی شي. يوې څېړنې ثابته کړې ده چې د بخښلو مهارت په انسانانو کې د ژور خفګان او د ځان وژنې د کچې د راټيټېدو سبب کېدلی شي. په حقيقت کې بخښنه دوه طرفه عمل دی چې تاسې خپله هم ترې ګټه اخلئ.

۳- روغ زړه
بخښل د وينې فشار کموي او د زړه د روغتيا لپاره ګټور دي. بخښل د زړه د ناروغيو مخه نيسي او همدارنګه د زړه د ناروغيو د نښو د کموالي سبب ګرځي.
يوې څېړنې ښودلې چې انسانان د غوصې له وجې د رګونو په ناروغيو اخته کېږي او هغه خلک چې بخښل کولای شي؛ له دا ډول ناروغيو خوندي وي او زړه يې په ښه ډول خپل کار پر مخ وړلی شي.

۴- د اړيکو قوي کېدل
تر ټولو ښې اړيکې هم له ناحلو نا سم پوهاويو او ستونزو رنځ وړي. ممکن د خپلو نا آراميو په هکله ونه غږېږو او فکر وکړو چې نور ارزښت نه لري؛ مګر له دې غوصې او نا آرامۍ سره هيڅ اړيکه وده نه شي کولای.
ښه ده چې ځينې وختونه د يو بل له احساساتو او ناويلو خبرو خبر شو او يو بل ته يو څه نږدې شو.
بخښل کولای شي د هغو وروستيو ستونزو مخه ونيسي چې اړيکه ګواښي. د مثال په ډول د بخښلو مهارت د خيانت د اندازې د کمولو سره مستقيمه اړيکه لري.

۵- بخښل له مونږ ښه انسان جوړوي.
مونږ ټول داسې هيلې او خوبونه لرو چې غواړو ورته ورسېږو؛ مګر تر هغه وخته چې د غوصې او د نا آرامۍ د احساس دروند بار د ځان سره ګرځوئ او تل بدو خاطرو او ناخوښو پېښو ته چې له تاسې سره شوي دي، فکر کوئ؛ نو نه شئ کولای چې ځان د دې هيلو او خوبونو وړ وګڼئ.
همدارنګه دا کار ستاسې په ځان باور کمزوری کوي او د ځان اړوند ستاسې باور زيانمنوي. له دې پرته يو شمېر ستونزې لکه: زړه نازړه توب، ژور خفګان، ځان ته کم کتل او يا له خطر قبلولو ډار؛ هغه څه دي چې له کينې وروسته پېښېدلی او ستاسې د بريا په مخ کې يو دېوال جوړېدلی شي.
که په ځان کې مو د بخښنې وړتيا وليده؛ د نورو د قضاوت او ستاسې په وړاندې د هغوی د احساس اندېښنه مه کوئ؛ خپله پرېکړه وکړئ او ځان د غوصې، نا آرامۍ او کرکې له زغملو آرام کړئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عمران لمر

عمران لمر خپلې منځنۍ او ثانوي زده کړې په چپلیار عالي لېسه کې کړي او لوړې زده کړې يې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په فقه او قانون څانګه کې بشپړې کړې دي.
نوموړی اوس مهال په جلال اباد کې د مزل راډيو د سيمه یيز خبريال په توګه دنده پرمخ وړي.