ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

هېره؛ لاملونه او د درملني حل لارې یې!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

تر اوسه مو پام کړی دئ چي څوندي په آسانۍ سره د ۲۰ کلونو په هاخوا غزله یا د شعر متن در په یادوئ، خو د یوه خاص کس نوم مو له تېري اونۍ څخه تر اوسه هېر دئ؟ د ماشومتوب او ځوانۍ د وخت غزلي او شعرونه له احساساتو سره زموږ په حافظو پسي نښلېدلي دي او نه بېلېدونکي دي. پخواني یادوونه په خورا عمیق ډول زموږ مغزو ته را داخل سوي دي او لا هم مغز هره ورځ نوي خاطرې ورباندي اضافه کوي. هر څوندي چي زموږ عمر زیاتېږي هغوندي نوي مطالب ډېر ژر هېروو او پخواني هغوی په خورا ښه ډول را په یادوو. له اناګانو یا نیکه ګانو څخه هر وخت نکلونه اورو یا د پخواني وختونو په اړه معلومات ورڅخه کوو خو جالبه نه ده، کله له هغوی وپوښتو چي پرون ئې څه وخوړل، ۸۰ په سلو کي به ئې هېر وي.

نومونه په ذهن کي اختیاري علامې دي. یعني که مو له یوه اسمه په ذهن کي خاصه معنا نه وي په یاد راوړل ئې خورا ستونزمن دي په داسي حال کي چي موسیقي او د شعرونو یا ترانو متنونه بیا له احساساتو سره ژوره اړیکه لري، ځکه نو د شعرونو په یاد راوړل خورا آسانه دي.

د هېري لاملونه

جنسي اړیکه کېدای سي په موقت ډول د هېري سبب وګرځي. دغه ډول هېره موقتي او ژر تېرېدونکې ده چي په عمومي ژر تېرېدونکي هغې سره مسمی ده. کېدای سي ډېر کله ستاسي سره هم داسي سوي وي چي د څو شېبو له پاره مو نه په یادېږي چي چېري یاست، څو بجې دي او … خو ځان او د کورنۍ غړي مو پېژنئ. جنسي اړیکه کېدای سي یو له دغسي وختونو څخه اوسي چي وروسته مو موقتاً ډېر څیزونه هېرېږي.

د اُمېندوارۍ پر مهال او وروسته تر هغه کېدای سي په مغز کي ځیني تغیرات راسي. ځیني اُمېندواري ښځي وايي چي د اُمېندوارۍ پر مهال ئې حافظه چنداني قوي نه وي خو لا هم څېړنو یاده مسئله تائید کړې نه ده. ځکه په هغو څېړنو کي چي د اُمېندوارو ښځو پر حافظو باندي اجراء سوي وې، له هغو څخه دا معلومه سوه چي د اُمېندوارۍ پر مهال او وروسته تر امُېندوارۍ د ښځو حافظه د مخکي په پرتله لږ کمزورې کېږي چي احتمال سته په دغه دوران کي چي پر ښځو باندي کوم فشار او سټریس راځي د دوئ د حافظې د کمزوري کېدو سبب وګرځي.

له ۲۰ کلنۍ څخه وروسته د مغز سلولونه ختمېږي او همدا حافظې ته د لېږد په څرنګوالي کي د تغیر سبب کېږي. البته دا کاملاً طبیعي ده. خو کولای سو چي د فعالیت په لرلو سره، د سلولونو ختمېدل را کم کړو. ورزش کول، شله، ډانس یا آتڼ کول، مطالعه کول، ذهني لوبي او په ټولنه کي فعالیت لرل کولای سي چي د مغز د سلولونو د تحلیل دغه جریان په یو ډول را کم کړي.

سهارنۍ نه خوړل د هېري سبب کېږي. سهارنۍ مه قضاء کوئ. صبحانه مو ذکاوت یا هوښ نه زیاتوي خو سبب کېږي چي په غوره توګه څیزونه در په یاد کړئ. مثلاً د یوې وینا کولو له پاره تللي یاست يا په یوه غونډه کي مو برخه اخیستې ده که مو سهارنۍ نه وي خوړلې هیڅ کېدای نه سي چي خبري به نه درڅخه ګډوډېږي او حتمي به مو درڅخه هېرېږي چي څه ویل مو غوښتل. دغه هېره مو د ویني د قندو د لږوالي په خاطر ده.

ناڅاپي سټریس او فشار کېدای سي ستاسي حافظه پیاوړې کړي. د یوې ناراحته کوونکي او وحشتناکي صحنې په لیدو سره، د سټریس هورمون پټاوېږي او حافظه لا ډېر قوي کېږي او مقابل طرف لا ډېر هوښيارېږي. خو که دغه ډول سټریس او فشار په دوامداره توګه ادامه پیداکړي بدن له هغه سره جوړجاړی او توافق نه سي کولای. اوږدمهاله او ضرري سټریس کولای سي زموږ د دماغ یوه برخه جذب کړي او په یاد راوړل او تمرکز کول مو له مشکل سره مخامخ کړي. چي دغه موضوع په خپل وار سره په خپګان، د زړه مشکلاتو او دیابت ته ورته مریضیو باندي تمامه سي.

انټي هیستامینونه (Anti – Hestamin) او د خوب ګولۍ حافظه زیانمنه کوي. په آمریکا کي په میلیونونو کسان له انټي هیسټامینونو څخه آلرژۍ یا حساسیت د درملني او يا خوب ورتلو په خاطر استفاده کوي او زموږ په ټولنه کي هم متاسفانه چي رواني تکلیفونه او حساسیتونه مخ پر ډېرېدو دي – چي دا ټبلیټونه یوازي د لنډمهال له پاره د حافظې مشکلات لېري کوي. همدارنګه ځیني د ویني د کلسترول کموونکي ګولۍ تر یوه بریده د حافظې د کم کارۍ او سربدالۍ سبب کېږي. له نېکه مرغه کله چي دغه دواوي خوړل پرېږدئ د حافظې مشکلات به مو هم ختم سي.

ځیني افراد (ښځينه) په دې باور دي چي د حیض په راتلو سره، د دوئ حافظه کمه سوې ده خو دغه ډول تفکر کاملاً غلط او ناسم دئ. د ښځو د عدت (حیض) وروستنۍ میاشتي، یعني د عدت د شروع کېدو څخه څو میاشتي دمخه کېدای سي هورموني تغیرات د یو لړ مشکلاتو سبب سي. د زیاتي یخنۍ او ګرمي احساس، او تر يوه بریده د حافظې کمزوره کېدل ۶۰٪ سلنو ښځو ته ور پېښېږي چي له نېکه مرغه باید ووایم چي موقت دي. تقریباً د عدت (حیض) له شروع کېدو د میاشتي څخه تر یوه کاله پوري دغه مشکلات بیرته لومړني حالت ته راځي.

کَرم د حافظې د پیاوړي کېدو له پاره خورا ګټور دئ. پاڼي لرونکي سبزیجات لکه اسفناج او کرم د زړه او حافظې له پاره خورا مفید دي. کوم کسان چي دغه سبزیجات خوري ډېر کم او يا ډېر وروسته خپله حافظه له لاسه ورکوي. کومي غذاوي چي د فولید اسید لرونکي دي لکه عدس، نخود او حبوبات کولای سي د حافظې د پیاوړتوب سره خورا زیاته مرسته وکړي. ماهي د زیات اومیګا۳ په لرلو سره، د مغز سره زیاته مرسته کوي.

فکري او ذهني لوبي مو هېره درڅخه لېري کوي. په کال ۲۰۱۱ کي یوې څېړني وښووله چي کوم کسان په دوامداره توګه فکري او ذهني لوبي کوي – په هر عمر کي چي وي تر ۲.۵ کلونو پوري د حافظې د تحلیل جریان شا ته کوي؛ ځنډوي. ځیني لوبي او فعالیتونه لکه لوستل، تخته يي لوبي، د موسیقۍ آلات، ډانس، شله او آتڼ، ورزش کول او… د عقل زوال کموي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي