د هند کريکټ بورډ ټول بهرني لوبغاړي په تمه کړي!

خبريال: مدثر دعوت
د هندوستان پريمر ليګ کي د لوبيدو لپاره ټول بهرني لوبغاړي لا تر اوسه انتظار دي چي کله به د ويزې اخيستلو اجازه ورکړل سي.
د نوري نړۍ ترڅنګ په هندوستان کي هم د کرونا ويروس په خپريدو دی چي تر اوسه يې ۶۰ مثبتي پيښي ثبت سوي خو دې ويروس په نړيواله کچه تر ۴۰۰۰ ډير کسان وژلي دي.
کرونا ويروس چي اوس په نړيواله سطحه يو ستر خطر دی د هندوستان حکومت د فيبروري تر ۱۴مي د ويزې اخيستلو شرايط پر ټول کسانو محدود کړي يوازي ډيپلوماټيکو او کاريګرو ويزو کي تغير ندی راغلی.
د هندوستان ټايمز په حواله د هندوستان کريکټ بورډ ټولو بهرنيو لوبغاړو ته خبر ورکړی چي تر راتلونکو ۲ ورځو پوري انتظار سي تر څو دوی د حکومت سره يوې موافقې ته ورسیږي.

د هندوستان کريکټ بورډ وايي د مارچ په ۱۴مه نيټه د حکومت سره د بهرنيو لوبغاړو د ويزو په اړه غونډه لري، د حکومت تر دريځ وروسته به د لوبغاړو د راتګ لپاره پريکړه وکړي.
هندوستان پريمرليګ د رواني مارچ مياشتي په ۲۹مه نيټه پيليږي.
دا چي د هندوستان خلک کريکټ ډير خوښوي نو دا ويره موجوده ده چي د لوبو پرمهال د ډيرو کسانو د راتګ له امله به د کرونا ويروس خپريدو ته څو چنده زمينه برابره سي.
بورډ پدې هڅه کي دی ترڅو د نندارچيانو تعداد هم راکم کړي او لوبي په تش لوبغالو کي ترسره کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




عمران خان: د امریکا د تېروتنو له امله طالبان سیاسي جوړجاړي ته چمتو نه دي

by عاقله اسد in افغانستان

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي طالبان سیاسي جوړجاړي ته نه دي تیار. نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا بې وخته له افغانستان د ځواکونو ایستل پیل ... نور ولولئ