Advertisements
ژوند بڼه کورنی ژوند

نارینه دې په دې ډول له خپلو حامله مېرمنو ملاتړ وکړي!

لیکنه: صادق طارق

مېرمنو ته په ګډ ژوند کې ترټولو سخت حالت د حامله توب وخت دی.

دا سختي  هغه وخت لا پسې زیاتیږي، چې د ژوند ملګری یې مهربانه او با درکه نه وي.

دا لیکنه نارینه ووته ځانګړې ده او پر دې څرخي، چې څنګه له خپلو حامله مېرمنو باید ملاتړ وکړي.

وارخطا کیږئ مه، ډاډ ورکړئ

حامله توب هرځل او په خاص ډول په لومړي ځل بیخي مېرمنو ته سخت وي.

ځینې وخت نارینه تر ښځینه وو هم سخت وارخطا شي او د مېرمنې د حامله ګۍ دردونه یې رواني وضعیت او مورال خرابوي.

تاسې که داسې نارینه وو نه یاست، خپله وارخطایي یوې خوا ته کړئ، مېرمنې ته ډاډ ورکړئ، د فاصلې اخیستو پر ځای ترې لا ورته نیږدې شئ او ورته وښیئ، چې د اولاد د پلار په توګه یې تاسې هم له هرې ممکنې لارې د مور د حامله توب ملاتړ کوئ.

مېرمنې ته مو ډاډ ورکړئ، چې دا عامه ستونزه ده، تاسې ملاتړ ورڅخه کوئ او دا هرڅه به د نېکمرغۍ او ښو پایلو لرونکي وي.

مطالعه وکړئ

اول خو په افغانستان کې تر ډېره د کورني ژوند نظام پياوړی دی، د حامله توب پر وخت به خامخا تاسې نه زیات ستاسې کورنۍ او د مېرمنې فامیل ستاسې مېرمنې ته زیاتې مشورې ورکوي او عملي ملاتړ به ورڅخه کوي، خو د دې ترڅنګ تاسې هم مېرمنې ته تر هرچا د نیږدې کس په حیث د حامله توب په اړه مطالعه وکړئ او مېرمنې ته یې له مخې مشورې ورکړئ او خپل مسولیتونه ادا کړئ.

ډاکټر ته ورسره لاړشئ

په افغانستان کې دا کار نارینه وو ته ښه نه ښکاري، خو دا هم د مېرمنې او هم زیږیدونکي اولاد حق دی، چې ډاکټر ته یې له مور سره یو ځای ورشئ.

ډاکټر نه مشورې واخلئ، عملي یې کړئ او مېرمنې ته هر وخت د ډاکټر خبرې وریاد کړئ.

دا ورتګ په رواني لحاظ هم مېرمنه پياوړې کوي.

تشویش ته یې مه پریږدئ

مېرمنه ښایي د زیږون درد او تر هغې وروسته د کور سمبالښت او نورو شیانو ته تشویش ولري.

ډاډ ورکړئ، ممکن تدابیر ورسره د مرستو لپاره ونیسئ او مه پریږدئ، چې تشویش وکړي، ځکه پر اولاد یې بد تاثیر لري.

په ویدیدو کې مرسته وکړئ

کله یې ممکن پام نه وي، یا ستونزې سره مخ وي، چې څنګه ارامه او راحت ویده شي، تاسې مرسته ورسره وکړئ، مشوره ورکړئ او یا د هغې په مشوره ورسره ګډ څملئ، چې تکلیف نه شي او آرامه وي.

حوصله وکړئ

کیدای شي د حامله ګۍ پر وخت مو مېرمنه لږه ـ ډېره عصبي وي، توندې خبرې ورنه وشي، یا یې درته توجه کمه شي، خو تاسې پوره حوصله وکړئ او هغه درک کړئ.

هماغسې مینه ورکړئ

د حامله ګۍ پر وخت د مېرمنې پر رنګ او نورو ظاهري برخو منفي اغېز کیږي او هغه ممکن ورته  وځوریږي.

تاسې داسې احساس ورکړئ، چې هیڅ تغیر نه دی راغلی، هماغسې مو خوښیږي او هماغسې یې پالئ.

خپل نظافت وساتئ

حامله ښځې له بد بویۍ او بې نظافتۍ سره سختې حساسې دي.تاسې د خپلو غاښونو، د وجود د بوی او نورو صفاییو خاص خیال وساتئ، چې ورباندې بد ونه لګئ.

ټولنیز ژوند مو محدود کړئ

حامله ښځې تر هرچا زیات د حامله ګۍ پر وخت د ژوند ملګري ته زیاته اړتیا لري.

ښه ده، چې په دغه وخت کې خپل فعالیتونه کم او زیات وخت له مېرمنې سره تېرکړئ.

په چارو کې مرسته وکړئ

حامله ښځه د پخوا په شان خپل کارونه منظم نه شي ترسره کولی.

تاسې د نورو اولادونو په پالنه، د کور سمبالښت او نورو برخو کې پوره همکاري ورسره وکړئ.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق