سپورټ سیاست کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د جنوب غرب زون اوس د سیاست په زور حق غواړي؛ اخیر ولي؟

له هغه وروسته، چي د افغانستان کرکیټ بورډ لخوا د ویسټ انډیز پر وړاندي د کرکیټ لوبو لپاره لوبغاړي اعلان سول، ورسره سم د خلګو ږغ هم پورته سو.

د کرکیټ بورډ پر فېسبوک او ټویټر پاڼو باندي د خلګو لخوا د ملي لوبډلي د اعلان سره سم تند غبرګونونه ښودل سوي او ادعا سوې ده، چي یو ځل بیا د مستحقو لوبغاړو پر ځای نور او کمزوره لوبغاړي اخیستل سوي دي.

د مستحقو لوبغاړو له جملې د جنوب غرب زون څخه د کورني کرکیټ یو پیاوړی لوبغاړی منیراحمد کاکړ دئ، چي په لوبډله کي له پامه غورځول سوی.

منیر کاکړ د رسنیو سره په خبرو کي ویلي، چي کرکیټ بورډ په الف لوبډله کي د یو کېچ په خاطر هغه په لوبو کي نه دئ اخیستئ، خو وايي چي نور کمزور لوبغاړي لوبیږي، خو ده ته چانس نه ورکول کيږي.

کاکړ وايي چي بله لاره ورته نسته، یا به کرکیټ پرېږدي او یا به هم یوازي کورني کرکیټ ته ادامه ورکوي.

منیر کاکړ وايي چي له تېرو پنځو کلنو راهسي ملي لوبډلي ته نه اخیستل کیږي.

د لوبغاړي منیر کاکړ دا موضوع بلاخره د سیاسي چارواکو پر لور ولاړه.

په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازو حاجی روح الله خانزاده او ګل احمد کمین پر خپلو فېسبوک پاڼو لیکلي چي د جنوب زون د لوبغاړي د حق غوښتنه به کوي او دا لوبغاړی به ملي لوبډلي ته بیايي.

خانزاده لیکلي چي د کرکیټ بورډ سره یې اړیکه نیولې خو داچي د بورډ رئیس بهر ته تللی، موضوع به د هغه تر راتګ پوري معطله سي.

کمین لیکي چي کابل ته د رارسېدو سره سم به کرکیټ بورډ ته ځي او د منیر حق به غواړي.

بل اړخ ته بیا نن په کندهار کي د پیوند مدني ټولني او یو شمېر کرکیټ لوبغاړو لخوا په یو خبري کنفرانس کي د منیر کاکړ د حق غوښتنه وسوه.

دوی وویل چي کرکیټ بورډ د بست زون یا جنوب غرب زون سره تعصب کوي او په دې دومره کلنو کي یې هیڅ یو لوبغاړی د ملي لوبډلي لپاره تیار نه کړ.

دوی ویل چي موږ خپل حق غواړو او د لوی کندهار سره د لوبغاړو تعصب نه منو او همداراز مرګ پر مفسدینو شعارونه یې ورکول.

د منیر کاکړ دا موضوع د مختلفو رسنیو لخوا راوڅپړل سوه، خو لا هم بورډ پر دې سترګي پټي کړي او په لوی لاس دا استعداد رژوي.

د کرکیټ بورډ او غوراوي کمېټې د مشر انډي مولز یوازنۍ ادعا د منیر د یو کېچ ډراپ کول دي او نور هیڅ معقول او منطقي دلیل یې تراوسه رسنیو ته نه دئ ویلی.

پر منیراحمد کاکړ باندي دا تور هم پوری دئ، چي دی د پاکستان دئ او کورنۍ یې تراوسه د کرښي ها خوا کچلاک کي اوسيږي.

خو کاکړ ټولو رسنیو ته ویلي چي دی اصلاً د پنجوايي دئ، د نیکه کور او کلی یې هلته دئ او دی د خپلي کورنۍ سره اوس مهال په ښار کي اوسیږي.

منیراحمد کاکړ په کورني کرکیټ کي د کرکیټ لوبي په ټولو فارمټونو کي خورا مخکښ او پیاوړی لوبغاړی دئ، چي ترڅنګ یې د کورني کرکیټ ډېر ریکارډونه په خپل نامه کړي دي.

منیر کاکړ لا تراوسه ملي لوبډلي ته نه دئ راغلی، خو د هندۍ ورزشي (سپهېر) کمپنۍ لخوا د ده د کرکیټ مالي ملاتړ کیږي.

دا ډول مالي ملاتړ هره کمپنۍ د پیاوړو لوبغاړو کوي، چي د دوی کمپڼۍ ور باندي مشهوره سي.

د کورني کرکیټ اتل منیراحمد تېزي ۱۰۰۰ منډي او ۴ سلیزي پوره کړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.