مارچ 6, 2021

د فوټبال نړیوال جام «۹۰» کلن شو!

Advertisements

د فوټبال نړیوال جام «۹۰» کاله مخکې په ۱۹۳۰م کې د لومړي ځل لپاره په همدې ورځ پیل شو او نن یې ۹۰یمه کلیزه ده.
د فوټبال نړیوال جام لومړی وار د اُراګوای هیواد په کوربتوب د ۱۹۳۰م د جولای میاشتې له ۱۳مې بیا تر ۳۰مې نېټې پوري ترسره شو، چې د کوربه هیواد په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.

نړیوال جام ډېر ۵ ځلې برازیل، ۴ ځلې جرمني، ۴ ځلې ایټالیا، ۲ ځلې ارجنټاین، ۲ ځلې فرانسې، ۲ ځلې اُراګوای او یو ـ یو ځلې بیا فرانسې او اسپانیا هیوادونو ګټلی.

د دې جام ۲۱م پړاو هغه یې دوه کلونه مخې د فرانسې په کوربتوب ترسره شو، چې د کوربه هیواد په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېد.

ټاکل شوې د یاد جام ۲۲م پړاو په ۲۰۲۲م کې د قطر هیواد په کوربتوب ترسره شي.
دا سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یو ځل د ۳۲ نامتو او قوي هیوادونو ترمنځ ترسره کیږي.
تر اوسه ددې جام ۲۱ پړاونه ترسره شوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي