فوټبال؛ اسپانیا او ایټالیا هیوادونه نن لومړۍ نیمه پایلوبه ترسره کوي

د اروپا فوټبال اتلولۍ لوبو په لړ کې اسپانیا، ایټالیا، انګلستان او ډنمارک هغه څلور هیوادونه دي، چې د ۳۲ هیوادونو له ډلې یې نیمه پایلوبې ته لاره پیداکړې ده.

نن شپه په لومړۍ نیمه پایلوبه کې اسپانیا او ایټالیا ملې لوبډلې یو دبل پر وړاندې د شپې ۱۱:۳۰ بجې لوبغالي ته کښته کیږي.

ددې دوو هیوادونو ترمنځ دا لوبه د لندن په ویمبلې لوبغالې کې ترسره کیږي.

بله پلوه دویمه نیمه پایلوبه بیا سبا چهارشنبه پر عیني وخت د انګلستان او ډنمارک ملې لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

ټاکل شوې دا لوبه هم د لندن په ویمبلې لوبغالې کې وشي.

 

 

څلور واړه هیوادونه نیمه پایلوبې ته د پوره چمتوالي خبر ورکړی.

ټاکل شوې د اروپا فوټبال اتلولۍ پایلوبه په نیمه پایلوبه کې د دوو ګټونکو ټیمونو ترمنځ د راتلونکې یکشنبې په ورځ ترسره شي.