ټولنیز ژوند سپورټ فوټبال

فوټبال د نجونو په ځان باندې باور زیاتوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

هغه نجونې، چې د فوټبال لوبه ترسره کوي، د هغو نجونو په پرتله په ځان باندې ډېر زیات باور لري، کومې چې نور ورزشونه ترسره کوي.

ډېری فوټبالرانې نجونې، په هغه لوبډله کې، چې لوبه ترسره کوي، د خپلې دویمې کورنۍ په سترګه ورته ګوري، دا مسئله د هغوی په ځان باندې د باور د ډېرښت سبب ګرځي، ترڅو په ډېرې آسانۍ او هوساینې سره د فشارونو په وړاندې مبارزه وکړي.

څېړنو څرګنده کړې ده، چې فوټبال له نورو ورزشونو څخه ډېر د نجونو په ځان باندې باور زیاتوي.

دغه راز فوټبال له نورو ورزشونو لکه ټېنس څخه زیات نجونو ته د خوښۍ او انګېزې احساس ورکوي. د دې څېړنې د ترسره کولو لپاره، څلوېښت زره نجونې تر ارزونې لاندې ونیول شوې.

څېړنو او ارزونو څرګنده کړې ده، چې د فوټبال ورزش د ستونزو په حل کې د نجونو وړتیا زیاتوي او له هغوی سره مرسته کوي، ترڅو په ډېرې آسانۍ کورني او زده کړنیز فشارونه ومني او په وړاندې یې مناسبه او اغېزمنه مبارزه وکړي.

اتیا سلنه فوټبالرانې نجونې په دې باور دي، چې دا ورزش د دوی په ځان باندې باور زیاتوي.

دغه راز ارزونو څرګنده کړې ده، هغه نجونې، چې د فوټبال لوبه ترسره کوي، په ښوونځې کې ښې نمرې تر لاسه کوي.

۵۸ سلنه هغو نجونو، چې تر ارزونې لاندې نیول شوې وې، خبر ورکړ، چې فوټبال له دوی سره مرسته کړې، ترڅو په خپل نفس باندې اعتماد زیات کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل