
لیکنه: یاران سپورت
کرکټ په ۱۶ مه مېلادي پېړۍ کې د انګلستان په ختيځ کې رامنځته شو، له هغې وروسته کرکټ د انګلستان ملي لوبه شوه او د دې لوبې لپاره اوس د انګلستان، هندوستان او اسټرالیا له خوا پوره کار روان دی، چې د نړۍ په کچه لومړۍ درجه لوبه شي؛ خو لا هم په دې اړه د کرکټ نړیواله شورا وایي، چې د کرکټ په برخه کې ډېرو پېسو او کار ته اړتیا ده، ترڅو دا لوبه د نړۍ په کچه لومړۍ شي.
بل فوټبال لوبه په دریمه مېلادي پېړۍ کې د چینایانو له خوا کېده، چې د هغه وخت فوټبال ته یې په چین کې کوجو وایه، چې د فوټبال نړیوال فدراسیون له خوا پخواني فوټبال په نومونو پېژندل شوی دی، په عصري بڼه د اوسني فوټبال رامنځته کېدل په ۱۹ مه عیسوي پېړۍ کې شوي دي.
خو خبره دا ده، چینایي فوټبال ته په کتو، چې کوجو نومېده، فوټبال پخوانۍ او مشره لوبه شوه؛ خو که عصریت ته یې بیا وګورو کرکټ په ۱۶ مه پېړۍ کې په لومړني حالت کې و او وروسته ، وروسته یې د پرمختګ پړاو پیل شو او فوټبال بیا په عصري بڼه په ۱۹ مه مېلادي پېړۍ کې رامنځته شوی دی.
د فوټبال لومړنی کلب په ۱۸ مه مېلادي پېړۍ کې جوړ شوی، لومړنۍ فوټبال مسابقه په ۱۸۲۴ م کال کې د مېلبورن ګرامر سکول او سکاچ کالېج مېلبورن ترمنځ وشوه.
نړۍ کې ملیونونو خلکو او د ورزش مینه والو سره پوښتنې پېداکېږي، چې نړۍ کې کومه لوبه ډېره مشهوره ده او د کومې لوبې مینه وال زیات دي؟
هسې نړۍ کې هره لوبه ځانګړي مینه وال لري، فوټبال خپل مینوال لري، کرکټ خپل ځانګړي مینه وال لري، رګبي، موټرسایکل ځغلول، بایسیکل چلول، موټرچلول، ټېنس، باسکټ بال، هاکي، ولیبال، منډه وهل، سکي کول یا په واوره ښویدل، سکېټ کول یا په یخ ښویدل، غره ته ختل، لامبو وهل، رېسلېنګ، سوک وهنه، کراټه او داسې نورې لوبې ډېر زیات مینه وال لري.
خو د دغو ټولو لوبو په اړه چې انلاین یا پرلیکه څېړنه او ریسرچ شوی، د مینه والو په لحاظ فوټبال نړۍ کې لومړۍ درجه لوبه ده، چې تر ټولو زیات مینه وال لري.
فوټبال ته د لوبو پاچا یا کېنګ اف ګېمز وایي، هرکال د فوټبال لوبغالي په لوبو او ننداره کوونکو ګرم او جذاب وي.
فوټبال کې هر کال د کلبونو ترمنځ لیګونه یا سوداګریزې لوبې ترسره کېږي، چې په ملیاردونو ډالرپکې لګول کېږي او سوداګریزو کمپنیو له خوا پکې بندېږي.
د نړۍ مشهور لوبغاړي لکه کرسټیانو رونالډو، مسي او نور په لوړو قېمتونو فوټبال کلبونوکې لوبېږي.
په نړۍ کې نږدې ټولو هېوادونو کې په رسمي او غېرې رسمي ډول فوټبال لوبې کېږي، چې لوبغالي یې خورا تاوده او جوش کې ساتلي.
ورپسې نورې لوبې هم خورا مشهورې دي، چې د هغې جملې څخه کرکټ هم دی.
اوس د کرکټ مخکښ هېوادونه هڅې کوي، چې کرکټ نړۍ کې په لومړي درجه ورزش بدل کړي او په همدې پلمه یې نوي هېوادونه د کرکټ لوبې په دایره کې راوستل او د نړۍ په ډېری هېوادونو کې یې د کورني کرکټ د پیاوړي کولو لپاره سوداګریز شل اوریز او لس اوریز کرکټ لیګونه په ځېنو هېوادونو جبري کړل، د مسلکي کرکټ لپاره د اکاډومۍ دوره تېرول او کرکټي تخنیکونو زده کولو لپاره روزونکي هره ورځ د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې لګیا دي او د کرکټ د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.
د کرکټ لپاره هڅې په چټکۍ سره روانې دي، چې د بهرنیو سربېره دلته افغانستان کې هم د افغانانو مینه ورځ په ورځ له کرکټ سره زیاتېږي او تنکيو ځوانانو کرکټ ته مخه کړې ده.
دا چې راتلونکي کې کرکټ له فوټبال څخه مخکې کېدای شي او کنه، لا نه ده معلومه.