مشهورو نړیوالو لوبډلو او لوبغاړو مسلمانانو ته د روژې مبارکي ویلې

خبریال: فضل الله فضلي
روژه د اسلام مبارک دین د عبادتونو او مغفرت میاشت ده، نو په هر واري رارسېدو یې مشهور مسلمانان، یو شمېر هیوادونه، سیاسیون او آن د ورزش مشهور کلبونه او لوبغاړي مسلمانانو ته ددې میاشتي د رارسېدو مبارکي وايي.
تېره ورځ د فوټبال نړیوال فدراسیون یا نړیوالي ټولني (فیفا) په ګډون د اروپا لالیګا لیګ، مشهورو کلبونو ریال ماډریډ، بارسلونا، اټلاټیک مادرید، جيونټوس، منجسټر سیټي، لېورپول، پاریس سینټ ژرمن، ارسنال، سیویا، منچسټریونایټیډ، روما، اینټر میلان، بایرن مونیک، ټاټهنام او یو شمېر نورو کلبو مسلمانانو ته د روژې میاشتي د رارسېدو په خاطر مبارکي ویلې ده.
فیفا؛  

ددې ترڅنګ یو شمېر مشهورو لوبغاړو هم د روژې مبارکي د رارسېدو په خاطر مبارکي ویلې ده.
له دې جملې ترکیې اصله جرمني لوبغاړي مسعوت اوزیل، د مصر محمدصلاح، فرانسوي مسلمان لوبغاړي پاول پوګبا، د بونډس لیګا کلب اشرف حکیمي، د سویس هیواد ژردان شکیري،فرانسوی او د بایرن مونیچ کلب مشهور لوبغاړي فرانک ریبري (بلال) او یو شمېر نورو لوبغاړو د روژې مبارکي ویلې ده.
  
همداراز د افغانستان فوټبال فدراسیون او د مراکش فوټبال لوبډلو هم د روژې مبارکي مسلمانانو ته ورکړې ده.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ