په کور دننه، مختلفو ولایتونو کې د فوټبال سیالۍ دوام لري

لیکنه: فضل الله فضلي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون لخوا د هیواد په مختلفو ولایتونو کي د فوټبال لیګونه او سیالۍ جریان او پای ته رسېدلي.
یادي سیالۍ چي د فوټبال او فوټسال دواړو لوبو دي، د ښځینه او نارینه لوبغاړو لخوا ترسره کیږي.
په کابل کي د ۱۸ کلنو ځوانانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ادامه لري.
په یاد لیګ کي اووه لوبډلي؛ میوند، طاق ظفر، عدالت، پامير، رسالت، اردو او فجر افغان لوبډلي یو دبل پر وړاندي لوبیږي.
د لیګ په لومړۍ لوبه کي اردو طاق ظفر ته ۴ د صفر پر وړاندي ماته ورکړې او دوهمه لوبه کي عدالت و رسالت ته ۴ پر یو ماته ورکړه.

بل لور ته په کندهار کي د فوټبال شپنۍ او ورځنۍ سیالۍ جریان لري.
ورځنۍ سیالي چي د الف لوبډلو ترمنځ دي، د روژې په خاطر تر کوچني اختره ځنډول سوي، خو د روژې په مناسبت د ۱۲۰ لوبډلو ترمنځ د شپې سیالۍ ادامه لري.
یادي سیالۍ به د اختر تر شپې پوري به دوام پیداکوي، په کندهار احمدشاهي لوبغالي کي رواني دي.
په غور ولایت کي د فېروز کوه ښار د فوټبال لیګ د اتو لوبډلو ترمنځ پیل سوی.
یادي سیالۍ به په دریو اونیو کي پای ته ورسیږي.
د رواني ثور میاشتي په لومړیو کي د نیمروز ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل سوي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کي سعادت و ښایسته اتلانو ۶ د یو په مقابل کي ماته ورکړه.

په سرپل ولایت بیا د سولي پسرلنی د فوټبال لیګ پای ته ورسېدئ.
د یاد لیګ په پای لوبه کي صداقت و ستارګان ته دوه پر صفر ګوله په ماتي ورکولو اتلولي خپلې کړې وه.
نوموړی لیګ د روان شمسي کال په لومړۍ میاشت کي د سولي تر نامه لاندي د ۶ لوبډلو ترمنځ پیل سوی وو.
د پکتیا د پوهني جام سیالۍ هم پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کي د عبدالحی ګردیزي لیسې لوبډلي و تجربوي لیسې لوبډلي ته ماته ورکړه.
یادي سیالۍ چي د پکتیا د پوهني ریاست لخوا په لاره اچول سوي وې، پکښي د ۲۴ لیسو فوټبال لوبډلو ګډون کړی وو.
بلخوا بیا د هرات ولایت د فوټبال غوره لیګ اتلولي د اټک انرژي لوبډلي ترلاسه کړه.

یادي سیالۍ چي په حمل میاشت کي پیل سوي وې، د رواني ثور په میاشت کي د یو لړ مراسمو په ترڅ پای ته ورسېدې.
اټک انرژي لوبډلي و صرافان لوبډلي ته ماته ورکړه.
همدارنګه په کابل کي د ښځینه فوټسال لیګ سیالۍ هم پای ته ورسېدئ.
استقلال و آینده سازانو لوبډلي ته دوه پر یو ماته ورکړه او جام یې خپل کړ.
په خوست کي بیا د کې پي وي سي لیګ جام د هوايي ډګر لوبډلي وګټئ.
مجاهد لوبډلي د هوايي ډګر لوبډلي څخه دوه پر یو ماته وخوړه او دوهمه لوبډله سوه.
دا سیالۍ چي په یوه میاشت کي ختمي سوې، پکښي ۲۰ لوبډلو برخه اخیستې وه.

بخوا بیا د ‌‌ذکور لیسې فوټبال لوبډلي د هلمند د فوټبال سولي لیګ اتلولي وګټله.
په پایلوبه کي قانون د ذکور لیسې څخه لوبه وبایلل.
په یادو سیالو کي چي د ثور پر ۱۴ نېټه پای ته ورسېدئ، پکښي ۶ لوبډلو ګډون کړی وو.
په پای کي وایو چي داسي لیګونه او سیالۍ د هیواد د راتلونکي فوټبال نسل او لوبډلي لپاره یو قوي ترین پیل دئ.
په دې سره د هیواد د ملي لوبډلي لپاره غوره لوبغاړي پیدا کیږي او ملي لوبډله به راژوندۍ کیږي.

عمران خان: د امریکا د تېروتنو له امله طالبان سیاسي جوړجاړي ته چمتو نه دي

by عاقله اسد in افغانستان

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي طالبان سیاسي جوړجاړي ته نه دي تیار. نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا بې وخته له افغانستان د ځواکونو ایستل پیل ... نور ولولئ