فبروري 26, 2021

نیمروز فوټبال لوبډلي میوند اتلانو ته د غوراوي سېالیو اتلولي خپله کړه

لیکنه : عبدالله عادل
کندهار ولایت میوند اتلانو لوبډلي ته د غوراوي سېالیو کوربه و ،د غوراوي دغه ولایتي سېالۍ تیره یکشنبه د کندهار ولایت په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي  پیل سوې وې.
هلمند ، روزګان ، زابل ، نیمروز او د کندهار څخه الف او ب منتخب لوبډلي د سېالیو برخه لرونکي لوبډلي وې.
د یادو سېالیو پایلوبي ته د کندهار ب منتخب او د نیمروز ولایت لوبډلي لار موندلې وه چي  یې تېره ورځ یې پایلوبه د نیمروز ولایت په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.
دواړو لوبډلو لوبه ورو راپیل کړه ، لومړۍ نیمه صفرـ صفر مساوي پای ته ورسېده او په دوهمه نیمه کي دواړو لوبډلو یو د بل د ګولونو پر وړاندي حملې زیاتي کړې خو بیا هم دوهمه نیمايي بغیر له ګول څخه پای ته ورسېده او د لوبي نتیجه پینالټیو ته پاته سوه .
د کندهار ب منتخب لوبډلي درې پینالټۍ خطا کړې او په مقابل کي یې د نیمروز لوبډلي له څلورو پینالټیو شوټونو څخه درې په ګول بدل کړه او د یادو سېالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دا سېالۍ د میوند اتلانو لوبډلي ته د لوبغاړو د موندلو په هدف په لاره اچول سوي وې چي د پایلوبي لیدلو ته یې زیات شمېر نندارچیان راغلي وه ، په وروستیو کي لومړي او دوهم مقام ګټونکو لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو سوي جوایز هم ور کړل سوه.
 

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ