سپورټ فوټبال

افغانستان کې د آسیا کنفدراسیون د فوټبال د دریمي درجې دویم روزنیز کورس پیل سو

اعلان

لیکنه: فضل الله فضلي

دا رونیز کورس چي د دوهم ځل لپاره د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا دایريږي، پکښي د کابل څخه ۲۴ تنو لوبغاړو ته د روزني زمینه برابره سوې.

د دریمي درجې دا کورس د آسیا په سطحه ۱۶ کورس دئ، چي د افغان فوټبال فدراسیون او د آسیا فوټبال کنفدراسیون په همږغۍ پیل سو.

یاد روزنیز کورس چي دوې اونۍ به دوام وکړي، د فوټبال فدراسیون د سرپرست رئیس محمدیوسف کارګر لخوا یې رهبري کیږي.

د یاد کورس د افتتاح په مراسمو کي د بدني روزني او اولمپیک عمومي رئیس ښاغلي حفیظ الله رحیمي هم برخه اخیستې وه.

نوموړي وویل:

«دا ډول روزنیز کورسونه چي د فوټبال د روزونکو لپاره برابریږي، یو د فوټبال د ښه پرمختګ څخه دي.»

د فوټبال د روزنکو لپاره دا ډول کورسونه خورا اغېزمن تمامیږي او دوی له داسي کورسونو څخه وروسته کولای سي، چي څه ډول د فوټبال لوبغاړو ته ددې لوبي ښه روزنه ورکړي؟

تېر کال داسي مهال د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا په لومړی ځل د فوټبال د دریمي درجې روزنیز کورس په کندهار ولایت کي ترسره سو.
یاد کورس هم دوې اونۍ وو او ۲۴ تنو د جنوب غرب حوزې فوټبالرانو ته د زده کړي زمینه برابرې سوې وه.

دداسي کورسونو په تعقیوبولو سره به نه یوازي د فوټبال لوبه پرمختګ وکړي، بلکه افغان لوبغاړو او ورزشکارانو به د نړيوالو ورزشي ادارو نړيوال اعتبار هم ترلاسه کړی وي.

ټاکل سوې د روان مېلادي کال د جون میاشتي پر ۷ نېټه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د فوټبال دوستانه لوبه د تاجکستان په مرکز دوشنبې کي ترسره سي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې