افغان فوټبال غوره لیګ ته طوفان هرېرود چمتوالی پيل کړ

راپور: صابر حمیدي
تیره اونۍ په هرات ولایت کي د هرات اې، هرات بي، هرات سي، فراه، غور او بادغیس لوبډلو ترمنځ د فوټبال ولایتي سیالۍ ترسره سوې، چي موخه ئې ورڅخه د طوفان هریرود  فوټبال لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل وه.
له هغه سیالیو وروسته تیره شنبه د یادي لوبډلي ۲۱ کسیزه غوره سوي لوبغاړي اعلان سول.
یادو لوبغاړو کي فیصل حمیدي او ګلالی رحیمي ګول ساتونکي او پاته نور لوبغاړي فرزاد عطايي، نوید نادم، علي نظري، ناصر حلیمي، تمیم عرب، حسیب انصاري، رضا غلامي، رحمت الله خیر خواه، رضا غفوري، عصمت الله محمدي، حسیب احدي، خالد بارګزی، رفیع بارګزی، معین کمالي، معروف محمدي، فرهاد عادل، حاتم شېردل، نبي اسحاق زی او غلام رضا یعقوبي دي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د لوبغاړو د اعلانېدو سره سم دې لوبډلي پرون یکشنبه د هرات ولایت په عمومي فوټبال لوبغالي کي تمرینونه پيل کړل.
طوفان هرېرود د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د لوبډلو څخه یوه لوبډله ده، چي دوه ځله ئې په دې سیالیو کي اتلولي خپله کړې.
دې لوبډلي تیر کال په دې سیالیو کي لومړی مقام خپل کړ.

ليکوال ته!

by حنیفه مومند ، کابل in ادبیات

هېڅکله هغه څه مه ليکه، چې نغواړې نور يې ولولي. د انسان فطرت داسې جوړ دى چې تل غواړي نور د دوى په ليکلو شاباسی ووايي، او دا احساس ورکړي، چې ښه ليکنه يې کړې ... نور ولولئ