فبروري 24, 2021

د لوبغاړو د اړتیا وړ خواړه، کوم خواړه ورته ګټور دي؟

ژباړه: عایشه حیدري

په څلورویشت ساعتونو کې د یوه لوبغاړي فعالیتونو او تمرین ته په کتو د‌ هغه د بدن د کالوري اړتیا یو له بله سره توپیر کوي.

که چېرې په څلورویشت ساعتونو کې د ورزشکار ورزشي فعالیتونه ډېر وي، معمولاً د ورځې په اوږدو کې د مېرمنو بدن ۲۰۰۰کالوريو او د نارینه بدن ۲۵۰۰کالوريو ته اړتیا لري او که د ورځې په اوږدو کې ورزشي فعالیتونو له حد څخه ډېر شي نو د یوه ورزشکار بدن ان تر ۵۰۰۰کالوريو ته اړتیا لري.

خو هېر مو نه شي چې دغه کالوري په یو وخت خوړو اخیستلای نه شئ او باید لوبغاړي یې د ورځې په اوږدو او بېلابېلو وختونو کې ترلاسه کړي.

خو غوره داده چې د اړتیا وړ کالوري درېیمه برخه باید په سهار چای کې واخیستل شي.

لومړی: کاربوهايډرېټ، پروټين او غوړي ته د یوه ورزشکار د بدن اړتیاوې

کاربوهايډرېټ د بدن د کالوري د تامینولو اصلي سرچینه ده نو د عضلو د غوره کړنو او د ورزشي فعالیتونو د لا ښه والي لپاره ورځنيو خواړو کې په ځانګړي ډول په سهارنیو خوړو کې باید له کاربوهايډرېټو څخه ګټه پورته کړئ.

د یوه ورزشکار سهارنی باید له ۵۰سلنه کاربوهايډرېټ، ۲۵سلنه پروټين او ۲۵سلنه غوړيو څخه جوړ شوی وي،او د دې لپاره چې د یوه ورزشکار سهارنی پوره وي او د اړتیا وړ کاربوهايډرېټ ترلاسه کړي نو د ورځې اوږدو کې باید مېوې، سبزي او حبوباتو څخه ګټه واخلي.

د طبیعي پروټين او غوړيو ترلاسه کولو لپاره هم کولای شئ چې د چرګې له هګیو، بېلابېلو وچو مېوو، پنیر، مستو، شیدو، او غوښو څخه ګټه واخلي.

د یوه لوبغاړي د سالمې تغذیې لپاره او د دې لپاره چې د خوړو سالم رژیم ولري باید د ورځې په اوږدو کې په کافي کچه اوبه او نور مايعات هم ترلاسه کړي.

هر څومره چې د ورځې په اوږدو کې ورزشي فعالیتونه ډېرېږي په هماغه کچه، بدن اوبو ته ډېره اړتیا پیدا کوي.

ورزشکار باید خپل سهار د دوو ګیلاسو اوبو څښلو سره پیل کړي تر څو هغه اوبه یې چې بدن له لاسه ورکړي دي بېرته ترلاسه کړي.

موږ کولای شو د جوس څښلو (سکلو) له لارې هم د بدن اوبه پوره کړو. خو پام مو وي چې له هغو جوسونو څخه ګټه واخلئ چې په متوسطه کچه قند ولري او له مغذي موادو څخه ډک وي.

دویم: کافیین ته د لوبغاړي د بدن اړتیاوې

ډېرو څېړنو ښودلي دي چې له کافیین څخه ګټه اخیستنه بدن ته ډېر زیان لري.

خو په حقیقت کې کافیين د ورزشکارانو په خوړو کې مهمه او اساسي ونډه لري.

ځکه چې کافیین انرژي تامینوي او له ورزشکار سره د هغه په ورزشي فعالیتونو کې ډېره مرسته کوي. او هر ورزشکار باید په خپل سهارني کې ارومرو يو ګیلاس چای او یا قهوه وڅښي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*