اپریل 21, 2021

تر خوب وړاندې دا ۵ خواړه مه خورئ!

لیکنه او راټولونه:

د ماښامنۍ خوړو تر خوړلو وروسته د نورو خوړو خوړل هغومره زیان نه لري خو ځينې داسې خواړه هم شته چې د شپې پر مهال تر خوب وړاندې یې خوړل سم کار نه دی ځکه چې روغتیا ته ډېر زیان رسوي.

که تاسو د ماښامنۍ تر خوړلو وروسته بیا هم د لوږې احساس کوئ او د دې په لټه کې ياست چې يو څه وخورئ او غواړئ چې د سهارني خوړو تر خوړلو پورې مو ګېده د لوږې احساس ونه کړي، نو دغو څو اړينو ټکو ته پام وکړئ.

لومړی: سره غوښه

کېدای شي د سرې غوښې کباب ډېر خوندور وي، خو د خوړو لپاره به تر ټولو خراب خواړه دي، هغه هم په داسې حال کې چې څو شېبې وروسته ویده کېږئ. سره غوښه د بدن د طبیعي فعالیت پروسه ځنډوي او ستاسو خوب چې د يوې ستړې کاري ورځې څخه وروسته ورته ډېره اړتیا هم لرئ، ډېر ستونزمنوي.

دویم: سابه

سابه مغذي خواړه دي، نو له همدې امله کېدای شي تاسو داسې ګومان وکړي چې له خوب څخه وړاندې به سابه وړ خواړه وي، خو داسې نه ده که تاسو غواړئ چې روغ واوسئ او ارام خوب ولرئ، هېڅکله دغه کار مه کوئ. په معمولي ډول سابه ډېر فېبر لري چې په ارامه بڼه ستاسو هضمي سیسټم پکې حرکت کوي نو له همدې امله سابه د هغو خوړو له ډلې څخه دي چې تاسو د شپې له خوا تر هغه مهاله ویښ ساتي چې ان فکر یې هم نه شئ کولای.

درېیم: چیپس او نور پروسس شوی خواړه

د چیپس او نورو پروسس شويو خوړو يوه ځانګړنه داده چې هر مهال د لاسرسۍ وړ وي او تاسو هر مهال کولای شئ چې په خپلو خوړو کې له چیپسو څخه ګټه واخلئ، تاسو کولای شئ د شپې له خوا یو پاکټ چيپس واخلئ او له خوړلو څخه یې خوند واخلئ. خو اصلي خبره داده چې پروسس شوي خواړه د منیو سوډيم ګلوټامېټ څخه ډک مواد دي او دغه مواد د بې خوبۍ لامل کېږي، نو که غواړئ چې د شپې له خوا ارامه ويده شئ له خوب څخه وړاندې پروسس شوي خواړه مه خورئ.

څلورم: خواږه خواړه

هر ډول خواږه خواړه په پریمانه کچه کافیین لري. لکه څنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه د شپې له خوا د کافيين استعمال تاسو ويښ ساتي نو له همدې امله نه باید له خوب څخه وړاندې کافیین وخورئ.

پينځم: مرچ

د دې ترڅنګ چې مرچ د کاربوهايډرېټو يوه غوره سرچینه ده په لوړه کچه کالوري هم لري او که چېرې په توده هوا کې د شپې له خوا مرچ وخورئ، نو ارامه خوب به ونه لرئ.

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ