سپورټ کرکټ

پولارډ په هسکو شپږیزو ټرېنباګو لوبډله په شپږمه بریا ونازوله

سپورټ یاران

د سي پي اېل سوداګریزو کرکټ لوبو ۱۷ مه لوبه د ټرېنباګو نایټ رایډرز او د باربادوس ټرایډېنټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

باربادوس لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو سره د جانسن چارلس د ۴۷ منډو او د کایل مایرس د ۴۲ منډو په مرسته ۱۴۸ منډې وکړې.

راشدخان هم د باربادوس لوبډلې په ګټه په ۶ توپونو ۱۲ منډې وکړې.

د لیګ مخکښه لوبډله ټرېنباګو هم په لومړیو کې له ستونزو سره مخ شوه، خو په منځنۍ برخه کې لوبډلمشر پولارډ په خپلو بې رحمه شپږیزو سره د لوبې بڼه بدله کړه او لوبه یې خورا حساس پړاو ته ورسوله.

هغه په سي پي اېل چټکه نیمه سلیزه نندارې ته وړاندې کړه او بیا خپلې د بریا لپاره ملا کلکه کړه.

لوبه یې داسې حالت ته ورسوله چې په یو اوورکې پنځلس منډې پاتې وې او د پولارډ دې اړوند لوبډلې ټرېنباګو ۷ لوبغاړي اوټ وو.

پولارډ د شلم اوور لومړي توپ ته په سټرایک ولاړ و، چې د رېمون رېفر لومړی توپ یې د مېډ وېکټ په سر د سترې شپږیزې لپاره واړاوه.

په ۵ توپونو ۹ منډې پاتې شوې، چې پولارډ بل توپ هم ولوباوه او د دویمې منډې جوړولو پرمهال رن اوټ شو.

هغه په ۲۸ توپونو د ۹ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۷۲ چټکې منډې وکړې او لوبډله یې بریا ورسوله.

په څلور توپونو اووه منډې پاتې وې، چې کاري پېئر په څلورم توپ شپږیزه ووهله او په دې سره یې لوبه د بریا خواته خورا نږدې کړه.

په پنځم توپ هغه څلوریزه ووهله او ټرېنباګو لوبډله په شپږمې بریا بریالۍ شوه.

راشدخان په څلور اورونوکې یو اوور مېډن کړ، ۲۱ منډې یې ورکړې او یوه وېکټ یې ترلاسه کړه.

د نومرو جدول کې ټرېنباګو لوبډله د ۱۲ نومرو په لرلو سره لومړي مقام کې ده، دې لوبډلې شپږ لوبې کړي او ټولې یې ګټلي دي.

دویم مقام د محمدنبي دې اړوند لوبډلې سېنټ لوشیا زوکس سره دی.

او درېیم مقام د نوین الحق دې اړوند لوبډلې ګیانا امازون سره دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ