اپریل 19, 2021

ځینې سهارني خواړه د خیټې د درد او خوب لامل کېږي

د خوړو یوې متخصصې د ځینو هغو سهارنیو خوړو نومونه په ډاګه کړل چې که په دوامداره توګه هره ورځ وخوړل شي، روغتيا ته ډېر زیان رسولای شي.

د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د خوړو یوې متخصصې، مېرمن النا سولوماتینا د بېلګې په توګه د ځينو هغو خوړو نومونه واخیستل چې د سباناري په توګه اوږدمهاله خوراک یې روغتيا ته زیان رسولای شي.

د خوړو دغې متخصصې د مسکو راډيو سټېشن سره په خبرو کې وويل چې فېرني او شوله د کاربوهايډرېټو غوره سرچینه ده او د وينې د قند کچه لوړوي، يعني په خوړو یې د ګليسمي سطحه لوړېږي.

دا حقیقت دی چې معمولاً موږ غواړو په چټکتیا سره خواړه وخورو او وروسته بیا په کاري ساعتونو کې له‌ خپلې دغې کړنې څخه رنځېږو، خوب مو وړي او د لوږې احساس کوو، د دې ټولو لامل په سباناري کې د حبوباتو خوړل دي، خو د تغذيې متخصصه وايي چې که په سباناري کې سبوس لرونکي خواړه وخوړل شي، ستونزه نه لري.

سولوماتینا توصیه وکړه چې له حبوباتو او غلو دانو سره نور خواړه مه يو ځای کوئ، د بېلګې په توګه د غنمو له ډوډۍ سره مربا مه يو ځای کوئ ځکه چې دغه ترکیب په معده کې د کاربوهايډرېټو د زیاتېدو لامل کېږي.

همدارنګه د خوړو دغې متخصصې وويل کله مو چې له مېوې نه اوبه وویستلې سمدلاسه یې په سباناري کې مه څښئ.

مېرمن سولوماتینا خبرداری ورکړ چې کېدای شي د هغو اوبو سمدلاسه څښل چې له مېوې نه ترلاسه شوي وي، خطرناک وي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې په تشه معده وڅښل شي.

د سولوماتینا په وينا، د دغو محصولاتو زیانونه عمر او ژوند بڼې پورې تړاو لري. همدارنګه هغې ټینګار وکړ چې که دا ډول سباناری يو يا دوه ځلې وخوړل شي روغتیا ته هېڅ زیان نه رسوي، خو که چېرې په منظمه بڼه هره ورځ وخوړل شي روغتيا ته به ډېر زیان ولري.