بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

ذهن مو پر هغه څه متمرکز کړئ چې غواړئ یې

لیکنه: مریم شریفي

ژباړه: مریم شریفي

پوهان وایي، فکر مو په سمه لار برابر کړی او له منفي افکارو ځان وژغوری. زموږ هره یوه په د ننه کې یو کامل او بریالی انسان پروت دی. دغه انسان له هر ډول بد عادت او روږدي کیدو په امن دی. دغه انسان ډاډمن او د باور وړ دی. د وړتیا څښتن، نوښتګر او متمرکز دی. خو ستاسو په د ننه کې د دا ډول یوه انسان شتون په دې مانا نه دی، چې خپله به ځان را ښکاره کوي. دغه انسان خپله باید ازاد شي.

ټول ذهن مو په هغه څه متمرکز کړی، چې خدای پاک ستاسو په اړه ویلي دي. کله مو چې فکر سم وي ژوند به مو سم وي. د شاه پرک چنجی ته ښه ځیر شی. هغه په لومړي سر کې یوازې یوه پیله(چینجی) وي. وروسته خدای پاک په خپل قدرت سره ورته وزرونه ورکوي او څومره ښکلی کېږي. د ټولو ژوندیو مجوداتو ژوند له دې پړاو څخه ترېږي. همدغه چینجی یوه ورځ پېله سورۍ کوي او ترې راوځي. لومړی یې یوه پښه او ورپسې یو وزر را وځي. ډېر ژر یې سر هم راوځي. ډېر وخت نه پرې وځي چې شاه پرک ټول له پېلې را ووځي.که دې بهیر ته ښه ځیر شو، یو ساده چینجی په یوې ښکلي حشرې یا شاه پرک باندې بدلېږي. ددې پر ځای چې پر ځمکه ولغړي اوس کولی شي الوت وکړي د هر بڼ له ښکلي ګل څخه لیدنه وکړي  او حس یې کړي.

موږ هم ددې چینجي په څېر کمال ته د رسېدو لپاره له ځینو بهیرونو تېرېدونکي یو. که خپل مسیر ته پام ونه کړو، د خلکو  منفي افکار مو جذبوي. موږ ډېر کله فکر کوو چې زه نه شم کولی پرمختګ وکړم. زه یې وړتیا نه لرم. زه ښه کورنۍ نه لرم یا دا چې ډېرې تېروتنې لرم. خدای پاک به مې هېڅکله ونه بښي. پوهېږی دا کوم افکار دي؟ منفي افکار! که همداسې ور سره ژوند وکړو هغه ده چې هېڅ وخت به له ځمکې را پورته نه شو. خدای پاک موږ ته په تقدیر کې د بڼې بدلون وړتیا اېښې ده. لکه څه ډول چې یوه عادي چینجی په یوه ښکلي شاه پرک بدلېږي، دغه راز انسان هم له خپلو منفي افکار را وتلی شي او ځان کمال ته رسولی شي. مهم ټکی دا دی چې دا په موږ پورې اړه لري. ددې لپاره چې له منفي افکارو ځان خلاص کړو د زړه شاه پرک ته مو اجازه ورکړئ چې الوت وکړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي