ځوانان او زده کړې ژوند بڼه طبیعت کرونا له نړۍ

د کرونا ويروس په خاطر جاپان په زرګونو ګلان له منځه وړي

لیکنه: مدثر دعوت
خبريال: مدثر دعوت

جاپان غواړي د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر په زرګونو ګل ګلاب له ساقو پرې کړي.

د کرونا ويروس په خاطر په نړۍ کې بېلابېل تدابير ونيول شول، ځينې لوی ښارونه قرنطين شول؛ د هېوادونو ترمنځ تګ راتګ بند شو او آن په ځينو هېوادونو کې خلک د خپلو مړو د ښخولو په مراسمو کې هم برخه نه شي اخيستلای.

خو په جاپان کې په پسرلنيو دوديزو ميلو کې د خلکو د بيروبار په خاطر اوس دولت غواړي په زرګونه ګلان له بوټو څخه پرې کړي.


په جاپان کي د ګلونو بويول د پسرلي مشهور مراسم دي او هر کال په زرګونه کسان برخه پکې اخلي، خو سږکال د کرونا ويروس له امله د دې مراسمو مخنيوی کېږي.

د توکيو په شمال کې د سايتاما د يونو په نامه پارک کې د يوې اونۍ په جريان کې ۳۰۰۰ ګلونه له بوټو پرې کړل شوي دي، چې ليدونکي ورته رانه شي.

ځايي حکومت که څه هم لا له وړاندې د ګل ګلاب کلنی فيستوال ځنډولی، خو لا هم ياد پارک د خلکو پر مخ خلاص دی، خو د ګلونو د پرې کولو تصميم په داسې حال کي نيول شوی چې ۱۸۰ ډوله د ګلابو ګلونه خپل ثمر ته رسېږي.

د ۳۰۰۰ ګلونو د پرې کولو وروسته به لا هم نور په زرګونه ګلاب پرې شي، خو لا هم له منځه نه تللي، ځکه حکومت غواړي چې ياد ګلونه بېلابېلو وړکتونونو ته ډالۍ کړي.

په جاپان کې ۱۲۳۶۸ کسان په کرونا ويروس اخته دي چې له امله يې ۳۲۸ کسانو مړه شوي دي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ